افغانستان

امریکايي چارواکی: د افغان پوځ د هوايي ځواک غوښتنه د خندا وړ ده

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۵مه، ۱۳۹۴ ل): د امریکا د دفاع وزارت پخواني مرستیال «جنرال مارک کیمیټ» هغه غوښتننه بې ځایه وبلله چې باید د افغان پوځ هوايي ځواک پیاوړی شي.

نوموړی چې د الجزیرې تلویزون سره یې د طالبانو له خوا په زرمت کې د یوې پوځي اډې د نیولو په اړه خبرې کولې، د پروګرام د یو بل مېلمه «دکتور فضل الهادی وزین» هغه څرګندونه په کلکه رد کړه چې ویل یې نړیوال ځواکونه باید افغان پوځ په درنو وسلو او هوايي ځواک سنبال کړي.

ښاغلي وزین وویل چې «له بده مرغه امریکا او نړیوالو افغان پوځ ته درنې وسلې نه دي ورکړي، افغان پوځ هوايي ځواک نه لري او د تجهیز، تمویل او بشري قوې په برخو کې له ستونزو سره لاس او ګریوان دی».

د نوموړي له خبرو وروسته جنرال مارک کیمیټ دغه څرګندونې په کلکه رد کړې او زیاته یې کړه:

«د افغان پوځ د روزنې، تسلیح او تجهیز لپاره په ملیاردونو ډالر لګول شوي دي، دا خبره چې افغان پوځ هوايي ځواک نه لري په تبصرې لا نه ارزي، طالبان نه الوتکې لري، نه چورلکې لري، نه هوايي ځواک لري، نو دا دلیل چې د جګړې له ډګره د افغان ځواکونو د تېښتې لامل د هوايي ځواک نشتوالی دی خندوونکې او د تمسخر وړ خبره ده او آن په بحث کولو نه ارزي».

جنرال مارک کیمیټ چې د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش په حکومت کې د دفاع مرستیال وزیر و، د طالبانو وروستي پرمختګونه او د افغان ځواکونو بې وسي اندیښمنوونکي وبلل.

نوموړي وویل چې په تېرو څوارلسو کلونو کې د دغو نظامي اډو د ساتلو لپاره نړیوالو ځواکونو وینې تویې کړي دي، او په خبره یې، دوی هیڅکله دا توقع نه درلوده چې افغان ځواکونه به یو وخت دغې اډې پریږدي او د طالبانو لاس ته به لویږي.

خو له بلې خوا زیاتوي چې د پکتیا په زرمت کې پوځي اډې ستراتیژیک اهمیت نه درلود نو ځکه افغان پوځ پتېیلې چې طالبانو ته یې تخلیه کړي. د نوموړي په وینا، امریکایانو په تېرو کلونو کې ګڼې پوځي اډې وروسته تر هغه پرې ایښي دي چې اړتیا یې ختمه شوې ده.

جنرال مارک کمیټ وايي:

«امریکایانو په تیرو څوارلسو کلونو کې د افغان پوځ د تجهیز او تسلیح لپاره په پراخه کچه مرستې وکړې، خو تر اوسه دا واضحه نه ده چې ایا له پوځي اډو څخه د افغان ځواکونو پرلپسې وتل د کمزورې روزنې او لږو نظامي تجهیزاتو له وجې دي او که دا ستراتیژیک شاتګونه دي».

تېره اونۍ د پکتیا زرمت ولسوالۍ په کلالګو سیمه کې امنیتي ځواکونو هغه لویه پوځي اډه پریښوده چې تر دوی وړاندې په کې بهرني پوځيان میشت وو.

طالبان وايي چې د دې قرارګاه په نیولو سره پراخه سیمه د دوی تر واک لاندې شوه، چې ښايي د زرمت ولسوالي هم سقوط ته نږدې کړي. خو د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو د دې لویې قرارګاه له لاسه وتو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د هلمند په لشکرګاه کې هم د امنیتي ځواکونو یوه لویه پوځي اډه د طالبانو لاس ته لوېدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x