نړۍ

ارام سمندر کې دامریکا جنګي الوتکه رانسکوره شوه

جاپاني رسنۍ خبر ورکوي چې نن سهار ددې هیواد داوکیناوا  جزیرې ته څيرمه د  بحرالکاهل په اوبو کې  دامریکایي پوځ یوه  ایف ۱۵  جنګي الوتکه رانسکوره شوې ده ، د جاپاني حکومت ویاند  یوشیدسوګا له رسنیو سره په خبرو کې دامریکایي ایف ۱۵ جنګي الوتکې رانسکوریدل تائید کړي دي ، خو تراوسه نه امریکایي او نه هم جاپاني چارواکو ددې سقوط د علت په اړه څه ویلي دي .

ارام سمندر په دې وروستیوکې  دشمالي کوریا داټومي او توغندویي اقداماتو له امله یوه حساسه سیمه شمیرل کیږي ، چې امریکایانو په کې پوځي حضور زیات کړی دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x