نظــر

شهيد ملا عبيدالله د افغاني غرور ستره بيلګه!

د شهید الحاج ملا عبیدالله اخند د شهادت د شپږم تلین په مناسبت !

لطيف عزم

له نيږدې دو كلونو راهيسي ګنګوسي وي چې داسلام لوي سپاهي او دطالبانو نوميالي مشر ، ملاعبيدالله اخوند دپاكستان په كوم زندان كې خپل محبوب ذات ( جل جلاله ) ته ساه سپارلي اوشهيد شوي !!

خو ماته داخبره دتصديق او تاييد وړ ځكه نه وه چې ملا عبيدالله رحمه الله ، كومه داسې وړوكي هستي او بې نومه شخصيت نه وه چې مرګ اوشهادت يي دګاونډي هيواد چارواكي په مرموز او خاموش ډول تير او له خپلې ذمې نه يي په دومره اساني سره وباسي ، چې ګواګي هغه دزړه دناروغي له وجې په زندان كې ساه وركړه .

شهيد ملاعيبدالله رحمه الله ، درتبي ، دندي او شخصيت په لحاظ دطالبانو دوهم كس او دملامحمد عمر مجاهد مرستيال وو ، هغه ترشاه يو قهرمان ملت او دطالبانو يو هغه حركت درلود اولري يي چې سپرپاور ( امريكا ) او ورسره د ۴۰ هيوادونو له لښكرو يې دتيرو يولسو كلونو په اوږدوكې سختي كوكاري اوتوبي وويستي ؟ !!

بله خبره داوه چې شهيد ملاعبيدالله رح پرته له دې چې كله ناكله به ګاونډي هيواد ته ورواوښت او څو شپي او ورځي هغه هم په ډير احتيا ط تيرولي ، څوك نشي ثابته والاي چې هغه دې دګاونډي هيواد په كورنيو چارو او داخلي كشمكش كې كوم رول لوبولي وي ، بلكې كار او موخه يي صرف په افغانستان دروان صليبي يرغل په مقابل كې جهاد او عملي مبارزه وه .

همداعلت وو او دي چې مونږ دپاكستان په زندان كې دطالبانو ددومره نوميالي اتل او بارز مشر وژل كيدل په هيڅ بيه نشو توجيه كولاي ، زما په اند پاكستان له مرحوم ملا عبيد الله اخوند سره كومه ذاتي شخړه او دخپلو منافعو په سر كومه دښمني نه درلوده ، كه څه مشكل او مجبوريت وو هغه به دامريكا له وجې وو ؛ چې هغه هيڅكله ددې دليل اوتوجيه نشواي جوړيداي چې ملاعبيد الله اخوند دې دهغه قرباني وګرځي .

كه شهيد هرڅومره خطرناكه ناروغي هم درلوده اول خو بايد خوشي كړل شو ي واي كه داسې نشو كيدلاي او له پاكستان څخه امريكايان خفه كيدل ، مناسبه تداوي خو يي بايد ارو مرو پري كړي واي او دزندان په ځاي په كوم هسپتال كې بستري وي اويايي چې له كوم ځاي نه نيولي وو ، دهمغه كور خلكو ، فاميل او دوستانو ته خو يي لږ ترلږه خبر وركړي واي چې راشي خپل كس وويني چې دزړه اويا په بله كومه خطرناكه اومرګاني ناروغي اخته او دمرګ په بستر كې پروت دي . !!؟

شهيد ملاعيبدالله رحمه الله ، ما دطالبانو دواكمني په مهال تفصيلي نه ووليدلي او ډير معلومات مې هم په اړه نه درلودل ، خو دامريكايي اوغربي يرغل په مقابل كې ( دروان جهاد په ړومبيو كلونو كې ) مې هغه څوځله له نيږدي وكوت ، دهغه له دين ، هيواد او ولس سره مې دهغه مينه او اخلاص وليد او هم مې د صليبي يرغل په وړاندې دشهيد توكل ، عزم او غيرت مشاهده كړ او دافغاني غرور داستره بيلګه مې ډيره له نيږدې وپيژانده .

زما ورسره ړومبي ليدنه وه څه جهاد ي امور يې راته سپارل ، هغه راته دغه څو جملي وويلي : في الحاله له مونږ سره وسايل په نيشت حساب دي ، خو خداي مهربان او لوي دي ، دټولي دنيا كفار او داسلام دښمنان راته يو شوي ، ددنيا په مخ ديوې لويشتي ځاي نلرو او نه هم په ټوله دنيا او ګاونډكې داسې كوم هيوا د شته چې دڅه مرستي او خواخوږي ډاډ يې راكړي وي ، مطلب حامي ، مددګار او ساتونكي مو يو الله جل جلاله دي پرهغه به توكل او عزم كوو، شهيد داخبر هم راته وكړه چې مونږ به ديته نه ګورو چې اول ښه ډير او كافي وسايل ، وسلي او پيسي پيداكړو نوبيا به جهاد شروع كوو كه نور هيڅ هم په لاس رانغلل دځمكي كاڼي ( ډبري ) خوشته داشغالګرو په لوربه يې ورغورځو او خداي ته به په ورځ دقيامت همداوايو چې همدومره مو په وس پوره وه چې ستا ددين دښمنان مو په ډبرو ويشتل خوولې په ارام اوساكت كښي نناستلو او شهيد داهم راته وويل چې په دې كاركې به نيت د شهادت او بنديخانو زغملو خامخا كوو .

دشهيد ملاعبيدالله رحمه الله پورته خبري په رښتيا چې دهغه دسپيڅلي نيت او بې ريا الهي بندګي ثبوت په ډاګه كاوه ، چې غرونو غرونو كړاوونو ، مشقتونه او ګواښونوته په غيږ ورغي هغه يي دخپلې عقيدې ، خپلواكي ګټلو او ديوه اسلامي نظام دنفاذ په لاركې خس او خشاك وشميرل او دامريكا په مشري د۴۰هيوادونو لښكرو او تكنالوجي مقابلې ته ميدان ته ورووت .

زما په فكر شهيد ملاعبيدالله رحمه الله ، دطالبانو دهغو يو شمير مشرانو په رديف او كتار كې چې دصليبي طاغوت په مقابل كې يي جهاد پيل او رهبري كړ يوه مخكښه او ترټولو باوزنه اوموثره څيره وه ، ملاعبيدالله داسې څوك وو چې دوينا اوعمل دواړو اتل وو ، څه يې چې چاته ويل هغه يي په خپله هم كول تنها يي بل څوك جهاد ، زندان او قرباني ته نه دعوتولو ، په خپله يې هم دغه ميدان ته وردانګل ، ددې ترڅنګ چې دړومبي كرښي مجاهد او يو دلير قايد وو ، درهبري اوقيادت بهترين كمالا ت او خصوصيتونه هم پكې موجود وو ، شجاع وو ، مدبر وو ، مشفق وو او دسخاوت ډك لاس يي درلود

د نورو مشرانو ترڅنګ دشهيد ملا عبيد الله پرلپسي هڅي او زړ ورتيا وه چې په خورا سختو او ذيقو شرايطو كې يې دصليبي طاغوت په وړاندې دجهاد صفوف منظم ، دهر ډګر لپاره يې كميټي او كميسونونه جوړ ، ولايتي جهاد ي تشكيلات يې برابر او بيا يي په ډير حكمت ، حوصله مندي او ځيركتيا دهغو څارنه او پالنه وكړه ، له هر مسول او مجاهد سره به چې مخ شو همداخبره به يې ورته په ورين تندي زمز مه كوله چې خداي مهربان دي كارونه به برابر او دا سخت حالات به الله جل جلاله بدل كړي او س لږ همت او جراات پكار دي ترڅو دجهاد كار هسي روان او ناره يي اوچته شي !!!

شهيد ملاعبيدالله رحمه الله ، يونيږدي ملګري دمرحوم دشجاعت په باب راته كيسه كوله چې كله هغه د طالبانو په لاس دكابل له فتحې يوكال وړاندې دفراه په جبهاتو كې داسمعيل خان دمليشو ديوه پراخ بريد په ترڅ كې چې داختر په ورځ يې ترسره كړي وو ژوندي ونيول شو ، داسماعيل خان دكمونيستو خاديانو دپوښتنو او تحقيق په وړاندې دومره شجاع او په مستحكم دريځ ولاړ وو چې په نورو تعذيبونو سربيره يې هغه بالاخره دتحقيق په مهال دتوپانګچي په مرمري هم وويشت خو دغيرت او ايمان دغه سرشاره او دخداي په دين مين شاځلمي يې له خپل موقف او دريځ تير او بير نكړ، هماغه و چې بيا له څلويښت ورځو بند تيرولو وروسته نوموړي دعمومي تبادلې په پايله كې راخلاص شو ، هغه ملګري دشهيد فولادي عزم او حوصلي ته په كتو باور درلود چې دپاكستان په زندان كې به هم ممكن دتحقيق په مهال هغه په خپل قوي اومتين عزم دريدلي وي ، دټول حركت ، قيادت او رهبري په باب پوښتنو ،ګرويژنو ته به يې همدغه ځواب ويلي وي چې داټول زه ووم او دټولو شكنجه اوسزا ماته ر اكړي ، خو اسرار مې له سيني نشي ايستلاي اونه مې هم په دريځ او موقف كې يوه زره فرق او بې غيرتوب ځايولاي شي ، بهر حال…….

په پاي كې لاس پورته كوم چې لوي او متعال خداي دې دشهيد جهادونه ، قرباني او هغه شكنجي چې هغه وزغملي قبولي او دده په لاس او همت دپيل شوي جهاد پاكي هيلي او ارزوګاني دې ديوه سپيڅلي اسلامي نظام په تحقق منعكسي او شوني وګرځوي ،

اروا دې ښاده اوياددې تل وي

ورته لیکنې

Back to top button