افغانستان

هرات : دګلران ولسوالۍ وداني داربکیانو په اور کې لولپه شوه

پرون مازدیګر طالبانو دهرات په ګلران ولسوالۍ کې داربکیانو عمومي قومندان  عبدالعظیم دولسوالۍ مرکز ته نږدې په ماین  پورته کړ ، چې په نتیجه کې یې عبدالعظیم له څلورو نورو اربکیانو  سره یوځای ووژل شو .

عبدالعظیم  چې دهرات په سطحه داربکیانو وتلی مشر وو ، او په ډیر ظلم او بدکارۍ یې شهرت درلود ملګري یې هم زیاتره بدکاره او نشه یي خلک دي ، دنوموړي له مرګ وروسته یې ملګرو ته په ذهن کې ورتېره شوه ، چې کیدای شي له طالبانو سره ولسوال مرسته کړي وي ، له همدې امله یې د ګلران ولسوالۍ په مرکز برید وکړ .

د ګلران ولسوال  مجیب الرحمن عبید چې داربکیانو له برید روغ وتلی ، رسنیو ته ویلي  چې اربکیانو ولسوالي له  ټولو وسائلو او وسائطو سره سوزولي ده ، ولسوال وایي  دولسوالۍ ادارې شعبې  چې ډیر اسناد او دوسیې په کې وې  دغه راز رینجر  موټر  او نور فرش  او ظرف ټول داربکیانو په  اور کې سوزیدلي دي .

په ولسي جرګه کې دهرات استازي غلام فاروق مجروح هم دغه پیښه تائید کړې او ویلي یې دي چې ولسوالۍ ته دروند زیان اوښتی .

نوموړی ویلی چی وژل شوی اربکی مشر  یو مهم سړی وو ، چې له طالبانو سره یې جګړې کولې ، نوځکه یې په وزل کیدلو اربکیانو    حواس بایللي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x