افغانستان

له دې وروسته به پاکستان کې افغان کډوال نه ځورول کيږي

له دې وروسته پاکستان کې د چاودنو او تاوتريخوالي په تور دغه هېواد کې مېشت افغانان نه ځورول کيږي.

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې افغان سفارت له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستاني چارواکو دوی ته ډاډ ورکړی، له دې وروسته به خيبر پښتونخوا او نورو سيمو کې افغان کډوال نه ځورول کيږي.

اسلام اباد کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی او د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال وايي، چې د خيبر پښتونخوا اعلی وزير پروېز خټک او د پوليسو عمومي قوماندان ناصر دراني د يوې رسمي غونډې پر مهال دوی ته ډاډ ورکړی، چې له چاودنو وروسته د شک په تور به پوليس افغانان نه نيول کيږي.

د افغان سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستاني چارواکو سره د يوې رسمي ناستې په ترڅ کې پرېکړه وشوه، چې کوم افغانان د اوسېدو قانوني اسناد لري، هغوی به په عزت ژوند کوي او کوم خلک، چې په ناقانونه توګه دلته اوسيږي، د پوليسو له لوري له نيول کېدو وروسته به افغان قونسلګرۍ ته معرفي کېږي او د قونسلګرۍ له ډاډ وروسته به خوشې کيږي.

افغان سفير په داسې حال کې د خيبر پښتونخوا له چارواکو سره د کډوالو په اړه ليده کاته کړي، چې يوازې تېره اوونۍ له شپږ سوو زيات افغانان نيول شوي وو.

له دې وړاندې خيبرپښتونخوا کې د واکمن ګوند انصاف غورځنګ مشر عمران خان ويلي و، چې افغانان پاکستان کې له معلومې مجبورۍ ژوند کوي او دی د هغو کړيو پر ضد دی، چې افغانان له پاکستانه شړل غواړي.

«پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو لامل څرګند دی؛ ځکه چې هلته حالات سم نه دي، هېڅوک بايد افغانان بې ځايه تنګ کړي او هېڅوک نه شي کولای، چې افغانان په زوره له پاکستانه وباسي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x