کابل: د کورنیو چارو وزارت کارکوونکی په چاقوګانو وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): پلازمېنه کابل کې امنیتي مسوولین وايي چې د کورنیو چارو وزارت یو تن کارکوونکی په مرموز ډول د چاقوګانو په واسطه وژل شوی دی.

عبدالصبور فقیري د کابل ښار په خوندي سیمه وزیر اکبر خان کې د ناپېژاندو کسانو د چاقوګانو تر ګوزارونو لاندې راغلی او ځای پر ځای وژل شوی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو د تحقیقاتو مشر فریدون عبیدي وايي چې وژل شوي کس په کورنیو چارو وزارت کې دنده درلوده، چې وژونکي يې له پېښې وروسته روغ تښتېدلي دي.

د هغه په خبره د فقیري د وژنې د تور په شک يې څو تنه نیولي او په وينا يې د پېښې څېړنه لا هم روانه ده.

تر دې وړاندې کابل ښاریانو په ښار کې د جنايي جرمونو د ډېرښت اندېښنه ښوودله، خو امنیتي مسوولین وايي چې ورته پېښې د پخوا په پرتله یو څه کمې شوې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د