افغانستان

طالبانو د اسلام اباد د ناستې په اړه ناخبري ښوودلې

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د بهرنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې ويلي، چې راتلونکې پنجشنبه به د اسلام اباد په کوربه توب له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل شي، خو طالبانو يې په اړه ناخبري ښوودلې ده.

طالبانو په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې دوی هغه اوازې په کلکه ردوي چې ګواکې د دوی د مشر په اجازه د دوی استازي په یاده غونډه کې برخه اخلي.

په اعلامیه کې د بهرنیو عسکرو بیا راتګ، د جګړې قوت، د ملکي تلفاتو ډېرښت او په څنګ کې يې د څلور اړخیزو ناستو په نوم د سولې د هڅو په پلمه د غونډو جوړېدل دوه متضاد جريانونه بللي دي.

طالبانو د دوی د ګډون په اړه راپورونه بې بنسټه بللي او لیکلي يې دي: «موږ دا ډول افواهات ردوو او په صراحت سره وایو چې داسلامي امارت محترم زعیم په دي غونډو کې دګډون لپاره هیچا ته هم وظیفه نه ده سپارلي او نه هم داسلامي امارت رهبري شوری په دي غونډو کې دګډون فیصله کړې ده.»

دوی وړاندې هم ویلي و، چې د سولې اړوند يې خپل نظر د پګواش په ناسته کې ټولې نړۍ ته اورولی دی، دلته يې بیا ټینګار کړی، چې تر سولې وړاندې که « دافغانستان اشغال پای ته نه وي رسیدلی، تورلستونه نه وي ختم شوي او مظلوم بندیان نه وي ازاد شوي، بي مفهومه او تیر ایستونکي مذا کرات به هیڅ نتیجه هم ور نه کړي.»

طالبانو پر رسنیو هم غږ کړی چې د دوی د ويندويانو له لوري نا تاييد شوي راپورونه دې دوی ته نه منسوبوي.

ياده دې وي له تېر یو کال راهیسې د امریکا، چين، پاکستان او افغان دولت له لوري د څلور اړخیزو ناستو په نوم پرلپسې ناستې وشولې، چې وروستۍ هغه يې په پلازمېنه کابل کې وه، په یاده ناسته کې پاکستان د روانې میلادي میاشتې پر لسمه د مخامخ خبرو د برابرولو سینه وډبوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx