افغانستان

امنیتي ځواکونو پر سنګین او طالب ځواکونو پر نادعلي، ګرشک او مارجه ولسوالیو بریدونه پیل کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۵مه، ۱۳۹۴ ل): د امنیتي ځواکونو بېلابېلي قطعې او ټولۍ د سنګین ولسوالۍ پر لور د حرکت په حال کې دي، ځایې خلک فکر کوي چې په نژدې راتلونکي کې به دلته خونړۍ جګړې پيل سي.

د سنګین ولسوالۍ ټولي سیمي د طالب ځواکونو په لاس کې دي، یوازي د ولسوالۍ مرکز ته نژدې د امنیتي ځواکونو کنډک او د حاجي فتح محمد پیچ لویه قرارګاه د امنیتي ځواکونو په کنترول کې دي خو هغه پوځونو ته په کتو سره چې اوس سنګین ولسوالۍ ته پر لاره دي داسي څرګندیږي چې دلته لویې جګړې پيل کېدونکي دي.

د امنیتي ځواکونو د حرکت سره سم طالب ځواکونو د جګړې لوری بدل کړی، طالب ځواکونو د تېرو څو ورځو څخه په نادعلي، مارجه، ګرشک او مرکز لښکرګاه کې جګړو ته زور ورکړی، د تېرو څلورو ورځو په جګړو کې لسګونه امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي او ځیني مراکز یې هم د طالبانو لاس ته لویدلي دي.

د تېري شپې راهیسي د ګرشک ولسوالۍ په نهرسراج سیمه کې د طالب ځواکونو او په سیمه کې د امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده، یوې باوري امنیتي سرچېني د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې ۲۵ تنو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک رسنیو ته وویل چې په نهرسراج کې تېره شپه جګړه پیل سوي او اوس هم روانه، نوموړي په جګړه کې د مرګ ژوبلي څخه ناخبري ښودلي.

همدارنګه تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ په شاول مانده سیمه کې د طالب او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړې سوي، د پولیسو یوه پوسته طالب ځواکونو نیولي او په جګړه کې د مرګ ژوبلي په اړه راپورونه ورکړل سوي خو کره شمېره یې نه ده څرګنده سوي.

د نادعلي ولسوالۍ امنیه قومندان عمرجان حقمل خبریالانو ته وویل چې د تېري شپې په برید کې څلور پولیس وژل سوي او په متقابلو ډزو کې مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتي.

تېره شپه طالب ځواکونو لښکرګاه ښار ته هم ځانونه رسولي او هلته یې پر یوې پوستې د برید په پایله کې ۲۷ سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولي، تر جګړې وروسته طالبانو د ځانو سره درنې او سپکي وسلي هم وړي دي.

د مارجې ولسوالۍ د مرکز او امنیه قومندانۍ ټاورونه د طالب ځواکونو د درنو وسلو د ډزو له امله نړیدلي او په سیمه کې د طالبانو نښه ویشتونکو امنیتي سرتیري د سختو کړاونو سره مخ کړي، دا مهال د مارجې ولسوالۍ مرکز او امنیه قومندانۍ د امنیتي ځواکونو په کنترول کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x