نظــر

روسان که امریکایان ؟

Potin Obamaدروانې میاشتې ( مئ ) په ۲۰ نیټه دروسیی سفیر په کابل کې له رویټراژانس سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې د۲۰۱۳ کال په پای کې چې ټاکل شوي د۲۰۱۴ کال په پیلدوسره  به خارجي قواوي له افغانستان څخه ووځي روسیه غواړي یوشمیر قواوې دافغانستان اوتاجکستان په پوله ځای پرځای کړي . سفیرظاهراًپه افغانستان کې  مخدره توکي اودده په وینااسلامي بنسټپالنه  هغه ګواښونه وبلل چې روسیه ورنه  تهدیدیږي ،

خوپه هغوسربیره یې له ۲۰۱۴ کال ورسته  دامریکا۹ پوځي اډوته هم ګوته ونیوله  چې دیولړمرموزو موخودترلاسه کولولپاره یې امریکایان په افغانستان کې لرل اوجوړول غواړي چې ممکن ۳۰زره امریکايی عسکربه له درنې پوځي اواستخباراتي تکنالوجی سره پکې شتون ولري .

 په کابل کې دروسي سفیر(آویتیسیان ) ویلي چې په افغانستان کې دامریکااوناټو۱۲ کلن حضور سره لدې چې ۱۵۰ زره تنه لښکرې او عصري ټکنالوجي هم ورسر ه وه هیڅ ونکړل ، یانې دخپلو مخالفینو زوریې اوبه نشوکړای ، دافغانستان اقتصادي پروژي اواړتیاوي یې پوره اوابادي نکړي ، یوه مجهزه ملي اردوچې لازم هوايي ځواک اودرنې کارنده وسلې ولري په وجودرانه وړه  ، دسفیرپه  ویناپه  دغسې یوحالت کې چې امریکایان په افغانستان کې ۹ سترې اډي غواړي دانه دافغانستان په ګټه دی اونه هم  دسیمې اومنطقې په نفع ، دهمدغودلایلوله مخې روسیه مهمه بولي ترڅودهمدې کال په پای کې یوشمیرپوځیان دافغانستان په پوله  کې ځای پرځای کړي!!

روسیه که څه هم په افغانستان کې په ۱۹۸۰ کلونوکې  یوې لسیزې جګړې اویرغل سخته وځپله او له افغانستان څخه دیوې تل پاتې ترخې خاطرې په لیدلو ووتل خوداچې اوس بیا دافغانستان پولو ته ځان نیږدې کوي اوله افغانستان نه  دتهدید خبره راوچتوي  داسې ښکاري چې روسان یوه بله لوبه اوژوره حربه دافغانستان په خلاف په وړاندې بیول غواړي  .

سره لدې چې  روسانوپه افغانستان کې دهغې ماتې اوشکست له امله چې شل کاله وړاندې یې  دافغانانوله لاسه  ورپه برخه شوه  فکرنشوکیدای چې مړه اوشړیدلې روسیه دې کوم وخت بیادافغانستان په خوادڅه کتلواودافغانستان پولوته دنیږدی کیدلوسوچ اوجرأت پیداکړي ؛ ولې دکابل  پلورل شووچارواکواوپخوانی ټلوالې  دافغانستان په حق کې  له یوه خیانت  اوجفاڅخه هم مخ وانه ړاو ، بلکې دمادیاتو اوقدرت ساتلو اوترلاسه کولوپه خاطریې دهرګبرترسادغلامي غړوندي په غاړه کې واچول اوهرچاته یې دازمینه مساعده کړه چې  دافغانستان ملي حاکمیت اونوامیس تریرغل اوګواښ لاندې ونیسي .

همدغه تالیڅټي ووچې  یوځل یې دامریکااوناټوپه منحوس لښکر ددیمکراسی اوبیارغونې په  پلمه  دافغانانو ملي غروراوحرمت وځاپه ، داواردهوايي ځواک  اوپوځي تجهیزپه نیرنګ افغانستان خپل پخواني غلیم روسيی ته په غیږکې وراچول غواړي .

دپوښتنې  وړټکی دادی چې روسان ولې په افغانستان کې دامریکا۱۲کلن حضورترپوښتنې لاندې نیسي او په ډاګه وايي چې له افغانستان څخه یې ملي امنیت ګواښل کیږي ، ښکاري چې روسان په دې سربیره چې دامریکا له اډو سره خپل بشپړمخالفت په ډاګه کوي ورسره داخبره هم ثابتول غواړي  چې روسیه بیایوځواک جوړشوی اوددې صلاحیت لري چې ځان له امریکایانوسره هغه هم بدبختانه په افغانستان کې ښکرپه ښکرکړي اوافغانان په یوې بلې جګړې کې وسوځوي اودخپلو ګټوقربانیان یې وګرځوي.

دکارپوهانوپه انددروسانوله لوري دکابل اداري دهوايي ځواک تجهیز اودپوځي اړتیاوودپوره کولو له تیاري اوچمتوالي څخه ښکاري  چې روسیه څومره لیوالتیالري ترڅوپه افغانستان کې پوځي اواقتصادي حضورولري ترڅو امریکايي شتون اواړتیاهلته کمه اوکمزورې وښيي اوپه اینده کې افغانان یوځل بیاپه پوځي ډګرکې دروسي دفرسوده پوځي سیستم مرهون منت وګرځوي..

اوس پوښتنه داده چې روسان دافغانستان په ګټه دي که امریکایان؟

دتیرو۱۳کلونوتجربې په ډاکه کړه چې هرهیواد دافغانانو دخواخوږی ناره پورته کړي اودلته راغلي ، له ډیرلږ وخت ورسته جوته شوي چې هغوي په خپلو وعدوکې دروغجن اودوه مخي دي ، ځکه افغانانو په همدې تیرې لسیزې کې دپنځوسوهیوادونو دبیارغونې اوسوکالی شعارونه واوریدل ؛ خوهرچاولیدل چې دغوپنځوسو هیوادونو په خپل ټول حضور اوقوت نه افغانان  دګاونډیو له احسان اوګواښونو څخه خلاص کړای شول، نه یې  دصحت اوتعلیم په برخه کې   بسیاکړل ،نه یې دخپلې بریښنااوصنعت مالکان کړل اونه یې هم ملي اردوته داسې وسلې اوهوايي ځواک په اختیارکې ورکړچې لږترلږه خودضرورت په وخت کې دکوم چا دګواښ ځواب ووايي ؟

اوله بل لوري روسان خو دافغانانو هغه قاتلین اوغلیمان دي چې تراوسه پورې یې خښ کړل شوي ماینونه له افغانانوسره په جګړې لګیادي، هره ورځ زمونږ مظلوم ولس  دروسي ماین اوپه ځمکه کې دننوتلې مرمي مرګانی پیښې زغمي ، تلفات اوزیانونه ویني ،په  کروندو ، جونګړو اوویجاړوملي شتمنیو کې اوس هم دروسانو دیرغل اودښمنی  ښکاره داغونه په سینه پراته دي ، نوروسان په کوم مخ اودلیل ځانته له افغانانو سره دمخ کیدو حق اوجرأت ورکوي .

بادرکه اومجاهدافغانان امریکایان اوروسان دخره دوه غوږونه بولي ، ځکه روسانو اوامریکایانو هره یوه په خپل نوبت له افغانانوسره خپله دښمني ، وحشت اوتل پاتې کرکه  په اثبات رسولې، نه امریکادافغانانو خیراوفلاح غوښتی اویایې غواړي نه روسانو اونه هم  هغوپنځوسو هیوادونوچې افغانستان ته  داشغال په نیت په امریکايي چترکې راننوتلي اوهره ورځ لسګونه افغانان په دې جرم ! چې ولې په خپل دین اوعقیدې ټینګ ولاړ دي په ډیره بې رحمی  وژني اوشکنجه کوي يي

نوافغانان په روس اوامریکااوددوی په متحدینواومزدورانوغرونه غرونه  نفرتونه لیږي اوله لوی اومتعال خدای څخه غواړي چې داسلام  اوافغانانودغه ازلي دښمنان نیست نابوداوافغانان یې له شراوهرډول شوم نیت څخه په امان کې وساتي  ( امین  ) .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x