نظــر

سرتاج بیا د پاکستان ضعف ښکاره کړ

لیکوال: عبدالله مسافر

د پاکستان د لمړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د مارچ میاشتې په لمړۍ نيټه د کاونسل اون فورن رلیشن ((Council on Foreign Relations سازمان په یوه غونډه کې چې د امریکا د متحده ایالاتو په واشنګټن ښار کې جوړه شوې وه، وویل «چې موږ په طالبانو تر یو حده پوري تاثیر لرو، ولي چې د دوی قیادت او د قیادت کورنۍ په پاکستان کې قرار لري او (طالبان) روغتونونو ته هم لاس رسی لري».

سرتاج دا خبره د یو سوال په ځواب کې وکړه چې ترې وپوښتل شو «لږ مو پوه کړئ چې ستاسو حکومت تر څومره حده پوري کولای شي چې طالبان خبرو ته وهڅوي او یا هم د دوی مختلفو ګروپونو باندې فشار راولي ترڅو دوی د زړه له کومي مذاکرات وکړي او بیا خپلو ژمنو باندې وفا وکړي؟»

لوړ ځواب نه مخکي سرتاج یو وار بیا وویل چې طالبانو په ډيرو ښو وختونو کې هم زموږ خبرو ته غوږ نه دی نيولی (یعني د خپل حکومت په دور کې) خو اوس موږ په دوی یو څه تاثیر ځکه لرو چې د دوی قیادت په پاکستان کې دی، موږ دومره کولای شو چې د یو لړ فشارونو له لاري يې خبرو ته حاضر کړو، لکه څنګه مو چې دوی مري ته د روغتونونو د بندولو او د افرادو شړلو ګواښ ورکولو سره خبرو ته چمتو کړل.

«خو په دوی فشار راوړل چې مذاکرات وکړي، دا نو بیا د جانبینو کار دی چې مذاکرات کوي»

سرتاج عزیز دا خبرې په داسي حال کې وکړې چې په دې وروستيو کې امریکا ته په رسمي سفر تللی و او کوشش يې کاوه چې د امریکا کانګرس دې ته وهڅوي چې  ۸ ایف ۱۶ جیټ الوتکې په دوی وپلوري او هغه اندیښنې يې رفع کړي چې کانګرس کې راپورته شوي او وایي چې د دې معاملې مخه دې ونیول شي، ځکه چي پاکستان همیشه ترهګرو ډلو ته پنا ورکړې، د دې لپاره چې په هنداو افغانستان کې حملې وکړي.

ټول خبر دي چې د پاکستان د مري پروسه په دې ناکامه شوه چې پاکستان په داسي ناسمو فشارونو يوازې دومره وتوانيد چې یو څو داسي خلک خبرو ته حاضر کړي چې په اصل کې د طالبانو په لیکو کې ډیر د پام وړ رول هم نه لري او د روغتونونو بندولو او د طالبانو شړلو ګواښ ورته هیڅ هم په لاس ور نه کړل!.

نو اوس په داسي ناسمو خبرو غواړي چې له امریکا F-16   الوتکې رانيسي، چین په پاکستان کې پانګونې ته وهڅوي او هم په یوه نوعه په ناکام څلور اړخيز کانفرانس کې ځان یو مهم لوبغاړی معرفي کړي خو داسي خبرې يوازې د دوی ضعف ښکاره کوي او نړۍ ته روښانه کوی چې د پاکستان هغه خبرې چې ګواکې طالبان ددوی خلک دې محض لافي دی او طالبان په حقیقت کې یو مستقل، آزاد او زورور جهت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

تاسی د سرتاج عزیر قواری ته وګوری بیا د انګریز جناح تصویر راواخلی درته په ډاګه به شی چه که اصلی انګریزان نه وی وینه خو یی ورسره ګډه ده یعنی پلار یا مور یی انګریزان دی ، د پاکستانیانو میلونران او بیلونران انګرېزانو د همدی د پاره میلونران او بیلونران کړی او لندن یی ورته د پیدایشت او زیږد نی ځای ټاکلی یعنی د دوی ټوله سرمایه په پاکستان که نه په لندن کی ده ، ددوی ټول بچیان هلته زیریدلی او زیږول کیږی کله که دوی دانګریزانو له دستور او قوماندی یوه ذره زیاتی وکړی سمدلاسه یی مال… نور لوستل »

pattang

بیانزی صیب ژوندی اوسې هر وخت زما په زړه خبرې ليکې !

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x