ټولنیزه برخه

د مسلماني بي بي صفتونه

لیکنه : قاري حکيم اللّه صابري

ګرانو مسلمانو وروڼو اوخوندو !
داسلام دمقدس دين هر اصل ته که سړی ښه ځير شي دومره کټی حکمتونه به پکې وي چه په ليکلو يی کتابونه ډکيږي .

داسلامی شريعت عملی کول به يواځی ټولنی ته امن ،سکون ،خوشحالې ،متقابل احترام ،يو پر بل ظلم نه کول ،صداقت وي ، رشوت ،غلا ،بی حيايې ،خيانت به نه وي، دا چه نن ځنی کسان څه يی چه په مخ ورځې مخ نه ور څخه اړوي دا دوی خپله بی غيرتي ،بی ننګي دخدای متعال ،قرآن او پيغمبر علیه السلام سره بی وفايې ده ، د دوی بد اعمال هيڅ کله هم د اسلام ترجومانې نه شي کولای .

اوس به راشو دمسلمانی بی بی صفاتو ته :

۱- ستر : د ځان ستر (حجاب) ته مو ډير پام کوی ځکه داسلام د ستر انقلاب ېو آساسی جز د جاهلېت د دوران وحشت او بې حېا ېو له منځه وړل ؤ ، قرآنکريم مسلمانو بيبيانو ته داسې لاښونه کوي :
وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ…. (النور۳۱ ).

ژباړه : او ووايه (ای محمده) ايماندارو ښځو ته چه پټی کړی له نامحرمو څخه  سترګې خپلی او ښه ټينګ دی وساتي
ځای د حيا سترونه دمحرماتو په مقابل کې او نه دی ښکاروي زينت ښايست او ځای د ښايست خپل مګر هغه چه ښکاريږي له دغه ښايست څخه په وخت د کسب کار کې او ښايی چه وادی چوی ټکری خپل پر ګريوانو سينه يا ټټر
داچه ستر کومه اندازه په کومو شرايطو ورسته به اسلامی حجاب کې ذکر شي    .

۲- دخاوند (ميړه) اطاعت کول :
مسلمانه بی بی به دخپل خاوند اطاعت کوي او دقدر په سترګه به ورته ګوري ځکه چه دمسلمانی بی بی لپاره خپل خاوند دژوند مهربانه ملګری ، تګيه ګاه اود زړه سکون او تسل دی ، د اسلام دستر پيغمبر ارشادات مسلمانی بی بی ته :
دابی هريره رضی الله عنه روايت دی چه رسول صلی الله عليه وسلم فرمايی :
لاَ يَحِلُّ لِلْمَرْأَةِ أَنْ تَصُومَ وَزَوْجُهَا شَاهِدٌ إِلاَّ بِإذْنِهِ ، وَلاَ تَأذَنَ فِي بَيْتِهِ إِلاَّ بِإذْنِهِ (متفق عَلَيْهِ).

ژباړه : دهيڅ ښځی لپاره روا نه دی چه د خپل ميړه په موجوديت کې دهغه داجازی پرته (نفلی) روژه ونيسي ،اونه دا جايز دی چه دخاوند داجازی بغير دهغه کورته د داخليدلو لپاره بل چاته اجازه ورکړي ، او بل حديث شريف کې دی د ميړه داجازه بغير دی له کوره نه وځی .

همدارنګه د ابوعلی طلق بن علی رضی الله عنه  نه روايت دی چه رسول صلی الله عليه وسلم فرمايې:
اِذاَ دَعَا اَ لرَّجُلُ زَوْجَتَه لِحَاجَتِه فَلْتَاْتِه وَ اِنْ كاَنَتْ عَلی التّنُّورِ (تَرمذي ،نساءيی).
ژباړه : کله چه خاوند خپله ښځه د خواهش پوره کولو لپاره را وغواړي نوهغه لره راتلل پکار دي اګر که دتنور (ډوډی پخولو په کار مصروفه وي .

درسول صلی الله عليه وسلم وينا ده : ښځه چی کله پنځه وخته لمونځ اداکړی ،دخپلی حيا ساتنه وکړی او د خپل ميړه اطاعت کوونکی وی ، نو هغه چی جنت ته په کومه دروازه غواړی داخله دی شي.

۳- دحيا ساتنه :
مسلمانه بی بی به له حده ډير دغه ټکی ته هميشه فکرمنه وي ، د خپلی آبرو او پاک لمنتوب د ساتنې خيال ساتي ځکه که دميړه په زړه کې داسی کوم شک پيداشي ، نو بيا دښځی يوه نيکې اطاعت او خدمت هم ميړه د ځان په لور مايل کولای نشي، که خدای تعالی مه کړه يوځلی پر چا تور داغ ولګيږي نو بيا د ژوند خوند آبرو او عزت هر څه له منځه ځي.

۴- تقوی او دينداری :
کومه ښځه  چه تقوای او دينداری ولری هغه به تر ټولو غوره بی بی مور وي ، کورنۍ ولس او ټولنی ته به دينداره اولاد وړاندې کوي ، داسې بی بی به دکوراوخپل خاوند لپاره يو برکت او الهی رحمت وي ،
نوضرور ده چه مسلمانه بی بی پر ټولو اسلامی احکامو کلکه پاپنده وي ، پنځه وخته لمونځ پر خپل وخت وکړي خير که مو کارونه ډير وي يا د اولاد روزنی مشعوله کړی وی ځان په وخت لمانځه ته وزګار کړی هسی هم د دينا کارونه نه خلاصيږی ، هغه کسان چه بی وخته لمونځونه کوی يا له لمانځه څخه غافله وي قرآنکريم  دغه  کسانو ته په سختو ويرولو سره داسی  خبرداری ورکوي :فَوَيْلٌ لِّلْمُصَلِّينَ ۴ الَّذِينَ هُمْ عَن صَلاَتِهِمْ سَاهُونَ(الماعون ۴-۵)
ژباړه : د ويل کنده يا بربادی ده هغه کسانو لره چه دوی له لمونځونو خپلو عافل او بی پروا دي .

۴- د خاوند د کور د سامان ساتنه :
مسلمانه بی بی به د خپل خاوند دکور سامان ساتنه کوي له واده نه وروسته د مېړه کور خپل کور وګڼی ،ځکه مېړه ټوله ورځ ستاسو د اړتېا وو لپاره ورک وي داسی نه چه هغه يې کور ته راوړی او تاسی يی له کوره باسئ دقرېشو دښځو په ستاېنه کې نبی کرېم صلی الله عليه وسلم فرمايې: دقرېشو ښځی څومره ښی ښځی دي ،پر اولاد ډېری مهربانه دي اود مېړه دکور ډېری غوره ساتونکې دي (بخاری) .

۵- داولاد روزنه :
اولاد د خدای متعال ستر نعمت وګنئ اوشکر وباسی چه تاسی ته يی دخپل بنده د روزنی او پالنی وخت درکړ او دغه اولاد به ستا جاينشين شي ، د اولاد په تعليم او تربيه کې د زری قدرې غفلت هم ستاسو د دنيا او آخرت ذلت او رسوايې ده ځکه مات لاس غاړې ته ځي ، اولاد ډير وخت د مور ترڅارنی لاندې وي په تيره بيا چه پلار يې مسافروي ، تر هر څه مخکې خپل اولاد په پوره دينی زده کړه او ديندارۍ عادت کړئ ځکه يواځی مسلمان او تقوی داره اولاد دمور اوپلار حقوق ښه پيږني او دموراوپلار خدمت به په پوره اخلاص وکړي .

۶- نظافت او پاکوالی :
د ښکلا ،ښاېست ،پاکوالې اونظافت پوره خېال ساتی ،چه پاکوالی د ژوند مهم رازدی ،او په دي لاره کې دزری قدر غفلت او ټمبلی هم پکار نه ده ،که خدای مکړه ېوځل دخلکو در فکر شو چی کور ،خواړه ېا اولاد مو نا پاکه وي نو بېا که ورسته ډېر کوښښ هم وکړی دځان ،مېړه او کورنۍ عزت به مو مخکې په سند وړی وي نو پاکۍ ته ډېر پام کوی ،ځان خپل مېړه ته سنګاروی داسی نه چه مېړه ته مو د فقری جامی اغوندی او بېرون چه د خپلوانو کره ځی نو ځان ښه سنګاروی.

منبع : ښځه په اسلام کي … !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x