ورزش

بنسټپال هندوان: که پاکستان نړیوال جام ته راغی، لوبغالی به له بېخه وکیندو

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۱۵مه ۱۳۹۴ل): د هندوانو یوه بنسټپال ګوند ویلي چې د کرکيټ شل اوریزو په نړیوال جام کې به د هند او پاکستان تر منځ سیالۍ ته په هېڅ صورت اجازه ورنه کړي او که پاکستان لوبې ته ورغی، نو احتجاجا به لوبغالی وکیندي.

د ترهګرۍ ضد جبهې په نوم د هندوانو یوه ګوند مشر وریندر شندیلیا ګواښ کړی چې که پاکستان د هند سره د سیالۍ کولو لپاره درمشالا ته راغی نو دوی به د درمشالا لوبغالي پیچ وکېندي.

پاکستان د مارچ په ۱۹مه په درمشالا کې له هند سره لوبه لري، خو د امنیتي ګواښونو له کبله د پاکستان حکومت لوبډلې ته هلته د ورتګ اجازت لا نه دی ورکړی.

په نړیوال شل اوریز جام کې د پاکستان د کرکیټ ګډون هغه مهال نور هم شکمن شو چې د هماچل پردیش ایالت اعلی وزیر په دغه جام کې د پاکستان لوبډلې ته د امنیت ساتلو څخه معذرت وغوښت.

تر دې وروسته د پاکستان لومړي وزیر د امنیتي حالاتو د څارلو په موخه یو پلاوي ته امر وکړ چې هند ته ولاړ شي.

د صدارت ماڼۍ ویلي چې په نړیوال جام کې د پاکستاني لوبډلې ګډون یا نه ګډون د امنیتي ټیم په راپور پورې منحصر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x