ټولنیزه برخه

پر بې وزلۍ مه خفه کېږه! (۶۰)

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ پر بې وزلۍ مه خفه کېږه!

کله چې بدن غټ شی، نو روح وتړل شی، په بې وزلۍ کې راحت او سلامتی وی! په دنیا کې زهد هماغه عاجل راحت دی، چې الله تعالی یې خپلو یو شمېر بندګانو ته وړاندې کوی.

﴿ إِنَّا نَحْنُ نَرِثُ الْأَرْضَ وَمَنْ عَلَيْهَا ﴾
” په پای کې به همدا موږ د ځمکې او د هغې د ټولو شیانو وارثان یو. ”

یو شاعر وایې:
” اوبه، ډوډۍ او سیوری هماغه ستر نعمتونه دی، که له دې سره سره هم زه ووایم چې دا کم دی، نو ما به د خپل رب د لورینو ناشکری کړې وی. ”

شافعی رحمه الله وایې:
که د سرندیب (سریلانکا) اسمان سره زر ووروی، او د (تکرور) کندې سپین زر را دباندې کړی، نو زما یې پرې څه!
که ژوندی یم، نو ډوډۍ به له لاسه ورنکړم، او که مړ شم نو قبر به له لاسه ورنکړم، زما همت د پاچایانو او نفس مې اصیل دی، ځکه نو ذلت تر کفره کم نه ګڼی.

‫#‏لاتحزن‬

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x