ورزش

پاکستانیان د پيسو لپاره د هندي لوبغاړو ستاینې کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب۱۵مه ۱۳۹۴ل): د هند کرکیټ لوبډلې پخواني وتلي لوبغاړي وریندر سیواګ ویلي چې پاکستاني کرکيټ لوبغاړلي د پیسو لپاره د هندي لوبغاړو ستاینې کوي.

سیواګ په یوې تازه مرکه کې ویلي چې پخواني پاکستاني لوبغاړي د پیسو لپاره په هند کې کار کوي او د همدې لپاره د هندي لوبغاړو ستاینې کوي.

هغه په ځانګړي ډول د پاکستان تېز توپ اچونکی شعیب اختر باندې سختې نیوکې کړي او ویلي يې دي چې نوموړی نن سبا د هندي لوبغاړو ستاینې د دې لپاره کوي چې په هند کې پیسې وګټي.

سیواګ په باور شعیب اختر پوهیږي چې د هند کرکیټ یو ستر مارکیټ دی، هغه چې کله د هندي لوبغاړو ستاینې کوي نو پیسې پرې ګټي. «دا ټولې ستاینې د پیسو ګټلو په تلاش کې کیږی».

هغه د پیسو سره د شعیب اختر د مینې په اړه وايي چې « کله به یې چې راته بالینګ کاوه، هېڅ مینه یې راسره نه وه. پیسې هرڅه کولای شي».

هندي لوبغاړي پر دې سربېره رانا نویدالحسن هم د پیسو شوقي وباله او په وینا یې نوموړی هم له شعیب اختره متأثر دی او په دې هیله د هندي لوبغاړو ستاینه کوي چې په سټار سپورټس یا بل کوم هندي تلویزوني کانال کې ورته دنده پیدا شي او پیسې وګټي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x