افغانستان

د تخار پوهنتون محصلینو په اعتصاب لاس پور کړ

همایون بابر – د تخار پوهتنون سلګونو محصلینو د ډوډی نه خوړلو په اعتصاب لاس پوری کړی دوی وايي ترڅوپورې چې د پوهنتون ځمکه د ځمکو دغاصبینو اومافیایی کړیو له منګلونه  خلاصه شوي نه وی خپل اعتصاب ته به دوام ورکوي.

د تخارپوهنتون د محصلینو یوتن استازی اشرف خان وویل، که چیرې چوپه خوله پاتی شو ښايي د پوهنتون نوره ځمکه هم دځمکو د مافیایی کړیو لخوا هضم شي. هغه له دولت نه غوښتنه وکړه چې اکاډمیکې ساحې يي دی دغاصبینو له بریده خوندي کړل شي.

د تخار چارواکې وايي دوی به د یادی مسلې په هلکه څیړنې وکړی د تخار والی ویاند سید سلیمان مرادی وايي د ولایت مقام به  یادی ستونزي ته دټاکل شوي پلاوي پرمټ د حل لازمه  لاره ومومي.

په ورته وخت کې د تالقانو د ورته بوز سیمې اوسیدونکې چې ډیری يي پښتانه دی اوتخار  د پوهنتون سره د ځمکې شخړه لری وايي، د تخار پوهنتون یوازې ۶۰۰ جریبه ځمکه په اختیار کې  لری اوپاتي ځمکه د اعلیضرت محمد ظاهر شاه د پاچاهې پرمهال پښتنو ته ورکړل شوي وه، او دوی یی په اړه قانونې اوشرعې قبالې او اسناد په لاس کې لری.

 دوی وايي داچې دغه ځمکې د پښتنوقام پورې تعلق لری د دولت او یوشمیر کړیو لخوا کله د ځمکو غاصبین اواوس اوس  محصلین تحریکیږی، دوی ادعاء لری کله چې دوی د تخار ولایت مقام ته د ځمکو د شخړې حل لپاره ورځي  نومونه ورباندي ایښودل کیږی، ترڅويي په خبره  د خپل  حقه حقونو تیر او نورو ولایتونو ته ګډه وکړي.  

 
د اورته بوز ځمکې مالک انجینر محمد لطیف وايي (( دیادی ځمکې لپاره يي دری ځله دولت پیسې تحویل کړی ،یوشمیر زوراکان غواړی چې دغه ملکیت يی غصب کړی.)) هغه زیاته کړه زورواکانو د پوهنتون په نوم ۱۸۴۰ جریبه ځمکه غصب کړیده، او لاهم دغه لړۍ روانه ده اوس ددغه پوهنتون استادان هم د ښارګوټې لپاره د خلکو د شخصې ځمکې غوښتنه کوي، هغه ویی ویل د کابل نه راغلې پلاوې دا په اثبات ورسوله چې دغه ځمکه شخصې ملکیت دی خوداچې د یوشمیر چارواکو او د ځمکو غاصبین په کې خپله شخصې ګټه نه وینئ لانجه نه غوځوي، نوځکه په وینا يي محصلین هڅوي ترڅو دهغوي پرمټ د قومونو ترمنځ نقاق ته لمن ووهی.

د تالقانود اورته بوز سیمې یوتن اوسیدونکې چې نه يي غوښتل نوم يي واخیستل شي وویل، د استادبرهان الدین ربانی په وخت  تخار پوهنتون ته ۱۸۴۰ جریبه ځمکه ورکړل شوي وه خو د پوهنتون مسوولینو په دغه ځمکه بسنه ونکړه اود خلکو ځمکې ېې را لاندي کړی ، د پوهنتون استادان غواړي چې ځانونو ته په یاده ځمکه کې چې د خلکو شخصې ملیکت دی ښارګوټې جوړکړي.  
 
په وروستیو کې د ځمکو غصب مساله په شمال ختیز زون کې ترپخوا سخته شوي د تخار برسیره د کندوز ولایت کوچیان هم ورته شکایت لری چې ځمکې اوڅړځایونه يي په بدخشان او تخار ولایتونو کې د بیلابیلو کسانو لخوا غصب شوي خو دبدخشان ولایت مسوولین د کوچیانو دغه ادعاوي نه منئ.
۲۸/مۍ / ۲۰۱۳ سه شبنه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x