
د هغه څه په اړه، چې لا نه دی پېښ شوی، مه خفه کېږه! (۶۱)
مه خفه کېږه! (۶۱)
لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾
۞ د هغه څه په اړه، چې لا نه دی پېښ شوی، مه خفه کېږه!
په تورات کې راغلې دی، چې: ” د ډېرو شیانو په اړه خلک وېره لری؛ خو هغسې نه وی! ”
په دې مانا چې په ذهنونو کې وهمونه د پېښو د مینځ ته راتلو نه ډېر خطرناک وی! ډېری داسې احتمالات او خبرې شته چې اصلاً صحت او حقیقت نه لری! دلته که څوک د تقدیر پرېکړه بدلولای شی، د هغه پلټنه وکړه او کنه، نو ووایه:
﴿و َأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ{۴۴}فَوَقَاهُ اللَّهُ سَيِّئَاتِ مَا مَكَرُوا ﴾
” او زه خپله معامله الله تعالی ته سپارم، الله تعالی د خپلو بندګانو لیدونکې دی، په پای کې (هغو کسانو چې ډېرې ناوړه دسیسې یې د هغه مومن پر ضد په کار واچولې) الله له هغو ټولونه هغه وساته. “