ټولنیزه برخه

دباطل پالو پر نیوکو مه خفه کېږه! (۶۲)

مه خفه کېږه! (۶۲)

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ دباطل پالو پر نیوکو مه خفه کېږه!

ځکه تاته د دوی د نقد او حسد له امله اجر درکول کېږی.
یو شاعر وایې:
” د لوړو پوزو له څښتنانو سره حسد کېږی، د بدرنګه او ذلیلو خلکو سره څوک حسد نه کوی! ”
یو بل شاعر وایې:
” دوی زما د عزت او درناوی پر مرګ هم حسد کوی، افسوس چې تر مرګه پورې د دوی له حسد څخه خلاص نه شوم. ”
او داسې نور مثالونه یې … .. .
موسی علیه السلام له خپل رب څخه وغوښتل، چې دده په اړه د خلکو ژبې بندې کړې، نو الله تعالی ورته وویل:
(( ای موسی! پر دې خبره مه خفه کېږه! ما پیدا کړی او زه روزی هم ورکوم؛ خو سره له دې هم دوی ما ته کنځل کوی.)) !!!
او هغه داسې چې په قدسی حدیث کې راځی، الله تعالی وایې:
(( بنی ادم ته کنځل کوی او دا له هغه سره نه ښایې! ماته د هغه کنځل په دې مانا چې دوی زمانې ته کنځل کوی او زمانه زه یم، شپه پر ورځ او ورځ په شپه بدلوم، دغه راز ماته د ښځې او بچی نسبت هم کوی په داسې حال کې چې زه له ښځې او بچې څخه پاک او منزه یم.))
یو شاعر وایې:

(( إذا نَطَقَ السَّفيهُ فلا تُجِبْهُ، فخيرٌ مِنْ إجابِتِه السكوت. ))
” د کم عقل د خبرې ځواب مه ورکوه، تر دغه ځواب ور کولو چوپتیا غوره ده. ”

د شتمنۍ خاوندان زیاتره په اندېښنو کې ژوند کوی، چې له همدې کبله یې زیاتره د وینې د فشار او یا د وینې د کمښت په ناروغۍ اخته وی.
الله تعالی وایې:

﴿ وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ {۱} الَّذِي جَمَعَ مَالاً وَعَدَّدَهُ {۲} يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُ أَخْلَدَه ُ{۳} كَلَّا لَيُنبَذَنَّ فِي الْحُطَمَة {۴} وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا ٱلْحُطَمَةُ {۵} نَارُ ٱللَّهِ ٱلْمُوقَدَةُ {۶} ٱلَّتِى تَطَّلِعُ عَلَى ٱلْأَفْئِدَةِ {۷} إِنَّهَا عَلَيْهِم مُّؤْصَدَةٌۭ {۸} فِى عَمَدٍۢ مُّمَدَّدَةٍۭ {۹} ﴾
” تباهی ده د هر هغه چا لپاره چې (مخامخ) خلکو ته د پېغور ور کولو او (پسی شا) د بدیو کولو په عادت اخته دی، هغه چا چې مال یې جمع کړی دی، او په شمار شمېرلو یې ایښی دی، هغه انګېری، چې د هغه مال به هغه ته تل پاتې ژوند ور کړی، هېڅکله داسې نه ده، هغه به په تڼې وڼې کوونکی ځای کې وغورځول شې، او ته څه پوهېږې چې څه دی هغه تڼې وڼې کوونکی ځای؟ د الله اور، ښه لمبه کړای شوی چې تر زړونو پورې به رسېږی، هغه به ورباندې په خورېدو سرپوښ کړای شې، (په داسې حال کې چې هغه به) په لوړو لوړو ستنو کې (ایسار کړای شوی) وی. ”

یو لویدیځوال ادبپوه وایې:
” صحیح کار وکړه او بیا هر کمزوری کره کتونکی ته شا کړه. ”
تجربه دا وایې چې: د هرې ټپی کوونکې خبرې ځواب مه وایه! ځکه چې صبر او حلم عزت دی، چوپتیا د دښمنانو پر سر د قهر څپېړه ده، بښنه او تېرېدنه ثواب او شرافت دی!
یو حکیم وایې:
” وګړی له ما او تا څخه د ډوډۍ په لټه کې بوخت دی، او د هغوی تندې له هغوی څخه زما او ستا مرګ هم هېر کړی، هغه کور چې د وربشو د وچې ډوډۍ سره پکې ډاډ او اطمنان وجود ولری، تر هغه کوره ډېر غوره دی، چې پر خوندورو خوړو ډک او له ډاډمنۍ څخه تش وی. ”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x