ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۶۳)

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ دمه!

مه خفه کېږه! ځکه چې ناروغی به له منځه ولاړه شی، ګناه به وبښل شی؛ پور به ادا شی، بندیان به ازاد شی او نېستمن به بډای شی.

مه خفه کېږه! ته نه ګورې، چې توره وریځ څنګه له منځه ځې، او توره شپه څنګه سبا کېږی او توپان څنګه تم کېږی!؟ په همدې ترتیب ستا د ژوند ترخې شېبې څنګه په ارامۍ او سوکالۍ بدلېږی!؟

مه خفه کېږه! د لمر تاو په یخ سیوری سره وژل کېږی، د غرمې تږی او جل وهلی په یخو اوبو خړوبېږی او وږی په ډوډۍ مړېږی، بې خوبی په خوب او ناروغی په روغتیا سره دوا کېږی! ته لږ صبر وکړه، نو الله تعالی به خیر کړی.

مه خفه کېږه! ځکه ټول طبیبان، حکیمان، عالمان، ادیبان او شاعران د ستر څښتن د قضا او قدر په وړاندې بېخی بې وسه دی.

علی بن جبله وایې:
( فلا تقنط وان لا قیت هماً یقبض النفسا.)
” که له مرګونې غم سره لاس او ګرېوان هم شې، نو بیا هم مه نهیلی کېږه. ”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x