نظــر

مسلمانانو په تیره پښتنو ته په دې حساسو شرایطو کې څه کول په کار دي

تیره ورځ مې په فیس بوک کې یوه ویډیو ولیده چې  د پارلمان یو متعصب او بې حیثیته وکیل پښتانه وحشي ، بې تمدنه د پردیو غلامان او په افغانستان (د نوموړي په وینا خراسان )کې پردي بولی .

نوموړئ په څرګندو الفاظو وايي تاسو د خراسان نوم په افغانستان اړولئ افغانستان مو پلورلئ بې حیثیته یاست اوموږ خو هغه زمریان یو چې امان الله مو پرتوږکښلئ تر قندهاره وزغلاوه ، نجیب په تيښته د ملګرو ملتو دفتر ته راڅخه وتښتید او طالبان چې د هغه په وینا ۳۳ هیوادونه ېې ملګري ؤ مړي ېې په شمالي کې پاتې شول .

هغه دا ټولې خبرې ځکه کړې چې یو شمیر پښتنو وکیلانو د دانشګاه له نوم سره مخالفت ښودلئ .

زما د لیکنې اصلي موخه دا نه ده چې پو هنتون سم دئ که دانشګاه ،

دا خبره خو حل کیدا ی شي که هغوی غواړي ملي ترمینالوژي تر پښو لاندې کړي پښتانه هم البته که غیرت ولري دا کار کولای شي ..که هغوی د یواځې د پښتو څو فوځي اصطلاحات او نومونه نه شي زغملای نو پښتانه ولې دومره خدای بې غیرته کړي چې اوس هم په هغو ولایتونو کې چې ټول وګړي ېې پښتانه وي عارض هم پښتون وي او آمر او مامور هم خو عریضه احکام او ټول رسمي مکتوبونه په فارسي لیکل کیږي .

پښتانه استادان په کابل پوهنتون کې کم نه دي خو ټول په فارسي درس ورکوي حتې که کوم استاد به حتې د طالبانو په وختو کې هم دوې کلمې پښتو ووې فارسي ژبو محصلینو به ټولو اعتراض کاوه چې موږ نه پرې پوهیږو .

نن ورځ پښتو یواځې په نوم رسمي ژبه ده او که نه نه پرې لیکل کیږي نه لوستل نه کوم مکتوب یا عریضه یا کتاب هیڅ هم په پښتو نه شته .

د کابل پوهتون ۶۰ سلنه استادن د طالبانو او له هغو وړاندې وختو کې پښتانه ؤ خو هر یوه به چې کتاب لیکه په فارسي ېې لیکه .

په ملي رادیو تلویزون کې پښتو چې د هیواد د څه باندې شپيته سلنه وګړو ژبه ده داسې ښکاري لکه په پاکستان کې هندوکو

نن که فارسي ژبي زموږ د یوه نوم د زغملو توان نه لري نه ېې دې لري ښه خبره ده له پوهنتون سره په څنګ کې دې دانشګاه هم ولیکل شي خو پښتانه باید په دې کلک ودریږي او ټولې دولتی لوحې باید بدلون ومومي .

زموږ کرزئ خپلې ټولې مهمې ویناوې په فارسي کوي ، ورور ېې احمد شاه بابا خاین بولي نوموږ پښتانه نه باید د داسې پردي پالو مشرانو په تمه پاتې شو بلکې خپل حق وغواړو .

موږ د ظلم او جبر اراده نه لرو موږ نه غواړو د نورو قومونو حقوق تر پښو لاندې کړو بلکې موږ خپل حق غواړو .

موږ نه باید پر ځان او خپل قوم ظلم وکړو او نور استادان هم باید د پوهنتون درسونه په پښتو کړي په ټولو ادارو کې مکتوبونه باید له دري سره په څنګ کې په پښتو هم ولیکل شي پښتانه استادن باید خپل کتابونه پښتو ته واړوي

اوس به راشو خپلې اصلي خبرې ته او د پارلمان د وکیل وینا ته .

د پارلمان وکیل وايي موږامان الله په منډوکړ خو دا نه وايي چې د امان الله پر ضد لومړئ قیام په خپله پښتنو کړئ ګوډ ملا،  قاضي عبد الرحمن او نورو د امان الله د کفر فتوا ورکړې وه او هغه مهال چې د امان الله پر ضد د کوهستان د سقاو زوی  جنګیده د غزني پکتیا او قندهار پښتانه هم ورسره ؤ ځکه چې موضوع د قوم نه وه بلکې د دین وه ، د پارلمان بې حیثیته وکیل دا د دري ژبو برئ بولي خو نهه میاشتې وروسته بیا د نادرخان خیلو له خوا د هغه زندۍ کول بیا د پښتنو میړانه نه بولي
دلته مهمه خبر ه دا ده چې واقعیتونه تحریفیږي د پارلمان بې دینه وکیل د نجیب په وړاندې د دری ژبو د جنګ یادونه کوي خو د حزب اسلامي نه .

دا وکیل وايي طالبان د ۳۳ هیوادونو په مرسته راغلي ؤ په داسې حال کې چې طالبان لا د امریکا د دوښمنۍ له اخیستلو وړاندې هم یواځې دریو ملکونو په رسمیت پيژندلي ؤ او د امریکا د دوښمنۍ له رسمي اخیستلو او د سپتمبر ۱۱مې پيښې وروسته خو دا دری هیوادونه هم د هغوی دوښمن شول خو دا بې ایمانه وکیل د طالبانو او پښتنو پر ضد د ټولې نړۍ او د ټولې نړۍ د ابرقدرتونو اوظالمانو د دریدو چې د سعودي ایران او ترکېې په څير د اسلامي هیوادونو حکومتونه هم د طالبانو پر ضد له امریکا سره په څنګ کې ولاړ دي یادونه نه کوي .

زما له لیکنې موخه دا ده چې د نن ورځې د مطبوعاتو په څير تاریخ هم تحریفیږي .

موږ پښتانه سمه ده چې په قربانیو ورکولو کې د نړۍ تر هر بل قوم پياوړي او اتلان یو خو د تیر جهاد په اړه اکثریت لیکل شوي کتابونه فارسي ژبو او هغه کسانو لیکلي چې د جهاد پر مهال د جهاد دوښمنان ؤ او سبا ته همدا کتابونه د جهاد د واقعي تاریخ په توګه پاتې کیږي .

په دو روز پی در پئ فلم کې حکمتیار چې د ۶۰ سلنه مجاهدینو رهبري ېې کولئ د پښتنو قبایلو یو قومندان بلل شوئ خو مسعود چې یو ځايي قومندان ؤ د جهاد ستر اتل بلل شوئ .
سبا به زموږ راتلونکئ نسل همدا فلم معیار ګرځوي او فکر به کوي چې په افغانستان کې روسانو ته مسعود ماته ورکړې په داسې حال کې چې کابل میشي وايي د جهاد په وروستیو کې جګړې د پښتو او فارسي بڼه خپله کړې وه ځکه د دولت له خوا جنګیدونکي مطلق اکثریت فارسي ژبي ؤ خو د مجاهدینو اکثریت بیا پښتانه ؤ ، او د مسعود تر قوماندې لاندې مجاهدینو خو د دولت له لوړ پوړو چارواکو او حتې روسانو سره نږدې اړیکې درلودې او ډير ځله به د شورای نظار او دولت ځواکونو په یوه وخت د حزب د مجاهدینو پر ضد عملیات پيلول

نن داسې ورځ راغلې چې یو دووس چې په ښکاره دوسي کوي پر نورو د بې غیرته ټاپه لګوي او د باغیرته خلکو غږ هم د اوسنیو مطبوعاتو په درز او دروز او شور ماشور کې غلئ کولئ شي او خلکو ته ځان واقعي قهرمان په ګوته کوي .

د مثال په ډول د جمعې په ورځ څلور طآلبانو د کابل په زړه کې د سي اې اې په مرکز برید وکړ او د ۲۳ خارجیانو په ګډون ېې د هغوی ۲۱ مزدوران هم جهنم ته ولیږل خو نړیوالو رسنیو د افغان پولیسو او ملي اردو ډيره زیاته قدرونه وکړه او په نړیوال ډګر کې ېې د اتلانو په څير معرفي کړل .

ولې !

ځکه چې وروسته له لسو ساعتونو کې ېې د بهرنیو ځواکونواو لسګونه کومانډویانو او د هغوی د پرمختللو وسلو او تجهیزاتو په مټ او وروسته له هغه چې نور ښايي د طالبانو وروستۍ مرمۍ هم فیر شوې وې او له برچو پرته ورسره بل څه پاتې نه ؤ ، طالبان له منځه یوړل .

سبا په تاریخونو کې هم همداسې لیکل کیږي او ۲۰۰۰ پولیس اردو امنیتي ماموران او بهرني ځواکونه چې په ټولو پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال ؤ د څلور بې وسلې طالبانو په وژلو قهرمانان یادیږي خو هغه چې د څو کلاشینکوفونو په مټ  ېې د دوښمن زړه څيرلئ او د هغه په منځ کې ېې خپل لاسونه د دوښمن په وینو سره کړي امریکا هم ورته بزدلان وايي کرزیان ېې هم بزدلان بولي او سبا به ېې تاریخ هم بزدلان بولي .

په نن زمانه کې زموږ تر ټولو ستر جهاد دا دئ چې واقعیتونه راتلونکو نسلونو ته وویلئ شواو د مجاهدینو د زړه په وینو ګټل شوئ تاریخ له ورکیدو اومحوه کیدو وژغورو  .

زموږلیکوالان باید د تیر او روان جهاد تاریخونه په مفصل او بې طرفانه ډول ولیکي او که نه سبا به همدا کسان چې نن ېې د امریکا د غلامۍ رسۍ په غاړه کې اچولې او له امریکایانو سره اوږه په اوږه زموږ خلک وژني او کورونه ېې لوټوي ځانونه د جهاد قهرمانان هم معرفي کوي ، له دې امله چې میډیا او کتابونه هم د وی په لاسی کې دي تاریخ به ېې هم ګواه وي خوموږ چې په هر پړاو کې مو قربانۍ ورکړې په ټوله نړۍ کې مو مظلومانو ته د د آزادیو ګټلو او میړانې درسونه ورکړي .سرونه مو غوڅ شوي خو ټيټ شوي نه دي د تاریخ راتلونکي نسلونه به مو ونه پيژني او که مو پيزني هم د ترهګرو او وحشیانو په توګه به موپيژني بلکې دا ټول ویاړونه به زموږ د نني مکار ظالم او بې ضمیره دوښمن په نوم ثبت وي .

په خبرو څه نه کیږي باید عمل وکړو او هر مسلمان په تیره پښتون لیکوال باید د خپلې سیمې او افغانستان وروستئ تاریخ په مفصل ډول ولیکي تر څو څو ټکي هم زموږ د میړانو د تاریخ په حافظو کې پاتې شي او راتلونکي نسلونه مو لارورکي او لالهانده نه وي بلکې د تګ لپاره روښانه او واضحه لار ولرلئ شي .

او دپارلمان د دې ټيټ ضمیره وکیل په څير دوښمنان هم راته پيغور رانه کړي .

څه موده وړاندې مې له یوه کس سره چې ځان ېې غټ سړئ هم باله بحث شو هغه ویل امریکایان پښتنو راوستلي ، ببرک هم اصالتاً پښتون ؤ او شاشجاع خو ؤ پښتون .

ما ویلي شاشجاع هم پښتنو په خپله سزا رسولئ د ببرک هډوکي هم د آمو سیند ها غاړې ته همدې پښتنو طآلبانو ور وار کړي او که تاریخ د بې ضمیره کسانو په لاس ونه لیکل شي ښايي دا پيښه هم ثبت کړي نجیب هم همدې پښتنو په دار کړئ او هغه څوک چې امریکایانو ته ېې ویل غت غت بمونه واچوئ هم د پښتانه له خوا بلې نړۍ ته لیږل شوئ دئ همدا مو بس دي .

له دې سر بیره هغه غازیان چې خپل ایمان ېې په تومان نه دئ ورکړئ او تل لکه پامیر ګوربت او شمشاد په خپل هوډ ولاړ پاتې شوي د هیڅ زورور او وحشي له زوره نه دي ډار شوي همدا پښتانه دي او تاسو غوندې ېې خپله ټوله خاوره په ۵۵ میلیونه ډالرو نه ده خرڅه کړې .

فولاد وردګ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x