نظــر

د مسلمانانو شمېر

mutawakkil
لیکوال

لیکنه: علی الله متوکل الرحمن

الحمدالله اسلام د الله ﷻ هغه بریالی، کامیابه، منل سوی او په نړی کښي تر ټولو ژر او چابک خپریدونکی دین دی. هره ورځ، هر ګړی له مختلفو ادیانو غیرمسلمان د اسلام پر لور را درومي او د ژوندانه دا بهترین خوند څکی.

د اسلام مخلص بچیان دعوت او ابلاغ کوي، شپه او ورځ یي یوه کړي، د سفر کډه يي پر اوږو ده، مالي لګښت او نقصان ته یي لبیک ویلی، سردرد، د بدن خوږ یي منلی او تکلیفونه ګالي ترڅو د اسلام وړانګي د نړی و تاریکیو ته ورسوي او زړونه یي په ایمان ور زرغونه کړي. د بیلګي په ډول د کويټ د مشهور داعي “شيخ عبدالرحمن السميط” یادونه کولای سو چي د خپل ژوند دیرش کاله یي یوازي دعوت ته وقف کړي، د افریقا په لیري او نږدي پرتو سیمو کي اوسیدلی، یوولس میلیونه انسانان یی مسلمانان کړي، شپږ میلیونه قران شریفونه یي و نوی مسلمانانو ته ویشلي، څلور پوهنتونه یي پرانیستلي، ۸۶۰ مداریس یي تأسس کړي، د جمعية العون الخريه مؤمسسه یي جوړه کړه، په خپل ژوند کي یي ۵۷۰۰ جوماتونه جوړ کړی او ددې ټولو ترڅنګ د ۱۵۰۰۰ یتیمانو کفالت یي هم درغاړي وو.

شيخ عبدالرحمان السميط د خپل دعوت په جریان کي اړ سو چي بیلي ستونزي وګالي لکه د ملک څخه شړل، بندي کیدل او حتی په مرګ تهدیدول، خو شیخ له لوی صبر او حوصلي څخه کار واخیست او د الله ﷻ دین ته یي انتشار ورکړ. بیشکه په کوم دین کي چي داسي خادمان، داعیان او مخلصین وي نو به هغه دین څنګه پرمختګ نه کوي.

د نړۍ هر ګوټ کي مسلمانان اوسیږي چي د ویکیپیډیا له مخي په ۲۰۱۰ میلادي کال کي په نړی کي ۱،۶ بیلیونه مسلمانانو ژوند کوی، چي د نړی د ټول نفوس ۲۴٪ فیصده کیږي او د مسلمانانو د نفوس یا Muslimpopulation د ویب پاڼي له مخي په ۲۰۱۴ میلادي کال کي د ټول نړی ۲۸٪ مسلمانان چي مکمل شمیر یي ۲،۰۸ بیلیونه ښودلی ژوند کاوه او دا ښیي چي په کال کي د مسلمانانو نفوس ۱،۸۴٪ فیصده پورته کیږي.

د اسلام انتشار نن په برطانیه کي خورا تیز دی، د کلیسا دروازو ته ځنځیران ورلویږي او په مقابل کي يي د مسجدونو د صفو شمیر ورځ تر بلي اضافه کیږي، لا کلونه وړاندي د ” ډایلي میل ” ورځ پاڼي د یو څو انځورونو په خپرولو سره د اسلام حقانیت نور هم روښانه کړ، په ورځپاڼه کي دوه بیل بیل انځورونه ایښودل سوي وه، چي دا انځورونه د لندن په ختیځه برخه کي اخیستل سوي وه، یو انځور د قديس جورج د کلیسا وو چي په اتلسمه پیړی کي ودانه سوی وه او په اخیستل سوي انځور کي یوازي ۱۲ تنه عبادت کوونکي ولاړ وه. بل انځور د قديس ماری د کلیسا وو چي په ۱۸۴۹ میلادي کال کي د نهه زرو کسانو لپاره جوړه سوی وه، پداسي حال کي چي په انځور کي یوازي شل کسان د عبادت لپاره ولاړ وه، او بل طرفته د لندن په ښار کي جامع ګاني جوړیږي، خلک د اسلام لور ته را درومي او د الله ﷻ رضا حاصلوي.

د برطانیي د ” پي ای ډبلیو ” د اداري د راپور له مخي په ۲۰۲۰ میلادي کال کي به اسلام د برطانيي لمړی دین وي او په میلیونونو شمیر به لري او اوس مهال په برطانیه کي په هرو لسو کسانو کي چي عمر یي تر ۲۵ کالو کم وي یو یي مسلمان دی.

د رسمي شمیرنو په اساس د جرمني د څه د پاسه ۸۲ میلیونه نفوس څخه ۳،۲ میلیونه تنه یي مسلمانان جوړوي.

یواځې د ۲۰۰۴ میلادي د جولای څخه د ۲۰۰۵ تر جونه پوري په جرمني کي تر ۴۰۰۰ ډیرو کسانو اسلام قبول کړی، دا هرڅه پداسي حال کي دي چي د دوهمي نړیوالي جګړي تر پیښیدو وړاندي په جرمني کي مسلمانان بیخي له نه شتون سره مخ وه.

آسترالیا د مساحت له مخي په نړۍ کي شپږم ځای لري، نن پکښي اسلام په ډیره چټکی انتشار کوي چي یوازي په ۲۰۰۶ میلادي کال ۱۰۱۴ تنو او په ۲۰۰۱ میلادي کال کي ۶۴۱ تنو اسلام قبول کړی. پاته دي نه وي چي آسترالیا ته د اسلام وړلو ویاړ د افغانانو په نصیب دی، کله چي په ۱۸۶۰ میلادي کال کي انکریزانو و غوښتل چي د آسترالیا په ځنګلونو او دښتو کي لاري وباسي نو یي ۱۲ تنه افغانان له ځان سره بوتلل ترڅو د هغوی د تجربي او مهارت په مټ لاري جوړي کړي، هغوی هلته ځانته عبادت ځایونه هم جوړ کړل او میشت سول. او په کراره کراره یي خلک د اسلام دین ته را دعوت کړه.

اسلام په امریکا کي د لویو ادیانو له جملي څخه شمیرل کيږي، په دې وروستيو كې د امريکايانو يوې ټولنې، چې د مسلمانانو چارو کارپوهان په کښي کار کوي، په خپل یو راپور کي څرګند کړي چي د نړی په هرو څلورو کسانو کي یو مسلمان دی. دا راپور، چي د درو کالو په موده کي چمتو سوی دی او (په نړۍ کې د مسلمانانو نقشه) نومېږي دا خبره کوي چي په روسيه کي د مسلمانانو شمېر د اردن او ليبيا له مسلمانانو څخه زيات دى، همدارنګه په المان کې د مسلمانانو شمېر له لبنان څخه پورته بلل سوی، په چين کې د مسلمانانو شمېر له سوريې څخه زيات دى او په ایتوپيا کې د مسلمانانو شمېر د افغانستان له مسلمانانو سره برابر دى. او لا په ښه زور او قوت سره د اسلام انتشار روان دی.

ددې راپور تر ټولو مهمه برخه خو لا داده چي په ټول نړی کي یي د مسلمانانو احصائیه ښودلي چي پدې ډول ده: د مسلمانانو د ثقل مرکز منځنى ختيځ دى او د مسلمانانو زیاته برخه په اسيا کي اوسیږي دلته د نړۍ د مسلمانانو ۶۰ سلنه پرته ده او ۲۰ په سلو كي مسلمانان په منځني ختيځ او شمالي افريقا کي اوسیږي. ۱۵ په سلو كي مسلمانان د سويلي افريقا په هېوادونو کې شتون لري، ۰،۳ په سلو كي په شمالي او لاتيني امريکا کې ژوند كوي او ۲،۴ په سلو كي په اروپا کي استوګن دي،

د یاد راپور په بله برخه کي ودې ته نغوته سوی چي د نړۍ د مسلمانانو پنځمه برخه یعني ۳۱۷ ميليونه مسلمانان د نړۍ په هغو هېوادو کې استوګن دي، چي اکثريت يې مسلمانان نه جوړوي. د مسلمانانو ۳،۴ برخه په پنځو داسې هېوادونو کي اوسېږي، چې هلته مسلمانان لږ دي لکه هندوستان (۱۶۱ میلیونه مسلمانان)، اتيوپيا (۲۸ ميليونه مسلمانان)، چين (۲۲ ميليونه مسلمانان)، روسيه (۱۶ ميليونه مسلمانان) او تنزانيا (۱۳ ميليونه مسلمانان) لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x