نړۍ

برتانيا دغه هېواد کې مېشت افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته رالېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د برتيانيې کورنيو چارو وزارت پرېکړه کړې، چې دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال بېرته افغانستان ته ولېږي.

له لندنه خپرېدونکې انډيپينډينټ ورځپاڼې د کورنيو چارو وزيرې تېرېسا مې له قوله ليکلي، چې تېر ۲۰۱۵م افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د زياتېدونکې کچې له امله مرګونی کال بلل شوی، مګر پلازمېنه کابل دومره خوندي دی، چې برتانيا مېشت افغان کډوال په کې په ارامه ژوند وکړي.

د برتانيې کورنيو چارو وزارت د محکمې له امر سره سم پرېکړه کړې، چې دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

محکمې د خپلې پرېکړې په ترڅ کې افغانستان په هغو هېوادونو کې بللی، چې امنيت يې دومره ډاډمن دی، چې خلک په کې په ارامه ژوند وکړي او هغه افغانان، چې برتانيې کې اوسېږي بېرته يې د رالېږلو پرېکړه کړې ده.

د برتانيې کورنيو چار و زارت وايي، چې کوم افغانان د خپل هېواد له نا امنو سيمو راغلي، د دوی لپاره لږ تر لږه کابل هغه خوندي سيمه ده، چې دوی په کې ژوند کولای شي.

د افغانستان کډوالو چارو وزارت د برتانيې له دې پرېکړې اندېښنه څرګنده کړې، چې کوم افغانان په کوچني والي کې برتانيې ته تللي، د افغانستان له چاپېريال او کلتور سره نابلد دي او که افغانستان ته راولېږل شي، دلته به له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخ شي.

برتانيې په داسې حال کې د افغان کډوالو د وېستلو پرېکړه کړې، چې لکونو افغانان له خپل هېواده اروپا ته د پناه غوښتو په موخه تللي او ګڼ شمېر يې په لاره کې د سمندر د اوبو خوراک شوي دي.

افغان چارواکو اروپا ته له تلونکو افغانانو غوښتنه کړې، چې خپل هېواد خوشې نه کړي او اروپا ته  د تلو پر ځای دې، خپل هېواد کې کار وکړي، مګر خلک وايي، چې هېواد کې روزګار په ټپه ولاړ دی، امنيت د نشت برابر دی او له همدې لکونو ځوانان اروپا او نورو هېوادونو ته د پناه اخيستو په موخه خپل هېواد پرېږدي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړيواله اداره وايي، چې له سوريې وروسته دوهم شمېر د افغانانو دی، چې اروپايي هېوادونو ته د پناه غوښتو لپاره ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x