افغانستان

بیړنی خبر: پنجشیر ولایت کې درنه جګړه روانه ده

529567 544913945553968 735029808 nنن ټکي اسیا ته په تاره رارسیدلي یوه خبر کې ویل شوي نن سهار وختي څلور بجې شاوخوا دپنجشیر ولایت په مرکز کې دوالي پرودانۍ او هغې ته څیرمه پرامنیه قومندانۍ باندي په یوه وخت درنه جګړه روانه ده . لومړني ترلاسه شوي راپورونه وايي  دولایت ودانۍ او امنیه قومندانۍ ته یو شمیر سرښندوونکي له خپلو وسلو سره ننوتلې  ،دولایت مقام په انګړ کې دننه درنه جګړه روانه ده.

طالبانو په خپله رسمي ویب پاڼه کې دیوې خبر پاڼې په  خپرولو سره دپيښې پړه پرغاړه اخیستې ، په خبر پاڼه کې ویل شوي دخالد بن ولید دپیل شویو پسرلنیو عملیاتو په لړ کې یې دپنجشیر دولایت پرمقام او امنیه قومندانۍ یې جګړه پیل کړې، خو په جګړه کې داوښتو تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

په سیمه کې عیني شاهدان وایي د درنو وسلو او چاودنو اوازونه یې اوریدلي  او دپیښې له ځايه داور لوخړې پورته کیږي.

اوس لا وختي دي په پیښه کې دتلفاتوپه اړه دقیق ارقام نه دي ترلاسه شوي.

دا لومړی ځل دې چې دهیواد په شمال کې دپنچشیر په ولایت کې په ترټولو خوندي مرکزونو باندي برید ترسره کیږي.

پنجشیر په افغانستان کې په نسبي ډول ارام ولایت بلل کیده  چې دطالبانو فعالیتونه پکې کم ترسترګو کیدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x