شعـــــرونه

نظم: هاشم سادات

هاشم سادات

زه یو ګل وم په صحرا کښ
د خزان په سېلۍ وچ شـوم

نه چا کیښوم په اوربل کې
نه د چا د غاړې هار شوم

نه چا ځان ته ورنزدې کړم
نه چا ځان سره په خوله کړم

لکه اوښکه د یتیم وم
هسې تیره په رخسار شوم

قیمتي ژوند مې بې ځایه
شو د واورې غوندې ويلې

نه د ځان څه پکار راغلم
نه د بل چا څه پکار شوم

چې ماشوم وم څومره پاک وم
هیڅ ګناه مې په سر نه وه

چې ستا حق مې په سر بار شو
ربه څومره ګناهګار شوم

خپل دمینې یار مې پریښی
خود غرضو پسې ګرځم

نه مې ځان د چا دلدار کړو
او نه زه د چا دلدار شوم

ای ځما د جانان غمه
له تا یو جهان  مننه

دغه ستا مهرباني ده
مشهور چه ښار په ښار شوم

دا وړې وړې خبرې
څومره غټې له مونږ بوتلې

نه مې ته په حال خبر شوې
او نه زه تاته اوزګار شوم

نه شاعر شوم ستا په عشق کې
نه مې ستا مینه نصیب شوه

قافلو نه شومه پاتې
زه “هاشم” په نیمه لار کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x