fbpx
د اسلامي نړۍ وتلی عالم او اسلامي مفکر دکتور طه جابر العلواني رحمه الله

د اسلامي نړۍ وتلی عالم او مفکر دکتور طه جابر العلواني وفات شو

 

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د اسلامي نړۍ وتلی عالم او اسلامي مفکر علامه دکتور طه جابر العلواني له قاهرې واشنګټن ته په سفر د ۸۱ کالو په عمر خپل روح د کايناتو رب ته وسپاره.

علامه العلواني د ۱۹۳۵م په څلورم مارچ د عراق فلوجه کې زېږدلی و او د روان ۲۰۱۶م په څلورم مارچ ومړ.

دکتور جابر العلواني د شرعي علومو له فراغت وروسته عراق کې د خطيب، ليکوال او مدرس په توګه دنده پيل کړه، مګر پنځوسمو کلنو په پيل کې بعثي واکمن ګوند سره د مخالفت له امله ۱۹۶۹م کې د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شو او سعودي عربستان ته مهاجر شو.

د دوکتورا له اخيستو وروسته د رياض امام محمد بن سعود پوهنتون کې استاد وټاکل شو.

له لسو کالو تدريس وروسته يې له خپلو ملګرو سره پرېکړه وکړه، چې متحده ايالتونو ته هجرت وکړي او هلته يې د اسلامي دعوت او فکر د خپرولو په موخه خپلو ملګرو سره «المعهد العالمي للفکر الاسلامي» جوړ کړ. ۱۹۸۸ تر ۱۹۹۶م  پورې د دغه فکري انسټيټيوټ مشر و.

شيخ طه جابر العلواني خپل ژوند د اسلامي علومو او اسلامي فکر خدمت لپاره وقف کړی و، د ګڼو نړيوالو او سيمه‌ييزو علمي او فکري ټولنو غړی و، د رابطة العالم الاسلامي له بنسټ اېښودونکو غړو څخه و، د اردن اسلامي تمدن د څېړنيز مرکز او جده کې د اسلامي نړۍ د فقهي ټولنې غړی هم و.

علامه جابر العلواني شمالي امريکا کې د فقهاوو د ټولنې بنسټګر و، د «اسلامية المعرفة» مجلې رييس تحرير او ويرجينيا ايالت کې د اسلامي علومو د پوهنتون موسس و او داسې نورو علمي او څېړنيزو کارونو کې يې پوره ونډه اخيستې ده.

د شيخ جابر العلواني ملګري او خواخوږي وايي، چې ټول عمر يې د اسلامي علومو او اسلامي فکر په خدمت کې تېر کړی او حتا د سختې ناروغۍ پر مهال يې هم په خپل کور کې خپلو علمي څېړنو او تدريس ته دوام ورکړی و.

په خپل تخصص کې يې له اصول فقهې نيولې، فقه الاقليات، د اديانو مقارنه، حديث، د اسلامي فکر اړوند قضيې او د قرانکريم په معانيو کې د ژور فکر په اړه څېړنې او ليکنې کړي دي.

د علامه طه جابر العلواني رحمه الله ځينې تاليفات په لاندې ډول دي

الاجتهاد والتقليد في الإسلام

أدب الاختلاف في الإسلام (كتاب)

أصول الفقه الإسلامي: منهج بحث ومعرفة

إسلامية المعرفة بين الأمس واليوم

التعددية: أصول ومراجعات بين الاستتباع والإبداع

حاكمية القرآن

الأزمة الفكرية ومناهج التغيير

الجمع بين القراءتين

لا إكراه في الدين

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د