افغانستان

د ملي شورا د نوې ودانۍ د پرانیستې له امله نږدې لس وزارتونه رخصت دي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د ملي شورا د نوې ودانۍ د پرانیستې له امله یادې ودانۍ ته څېرمه او دې ودانۍ ته پر غځېدلو لارو وزارتونه، ادارې او ټول ښوونیز او علمي مرکزونه باید رخصت شي.

په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر له لوري د ملي شورا نوې ودانۍ ته پر غځېدلو لارو د موجودو وزارتونو او ادارو دفترونو ته په لېږلي مکتوب کې ویل شوي چې ولسمشر سبا د دې ودانۍ د پرانیستې نيت لري او د امنیتي خوندیتوب په خاطر يې باید پر دې لاره ټولې ادارې وتړل شي.

د ملي شورا نوې ودانۍ چې په دارالامان ساحه کې جوړه شوې ده، پر ورغلیو لارو يې د امنیتي خوندیتوب په خاطر نږدې لسو وزارتونو ته د رخصتي حکم ورکړل شوی دی.

مکتوب
مکتوب

سبا یکشنبه د کب شپاړلسمه به د ولسمشر او په ملي شورا ودانۍ کې د جوړېدونکې غونډې د خوندیتوب په خاطر، د ابو او انرژۍ، عامې روغتيا، سوداګرۍ او صنایعو، اطلاعاتو او کلتور، د کرنې او مالدارۍ، لوړو زده کړو، د کلیو او پراختیا وزارتونو او همدارنګه د اراضې مستقلې ادارې، لویې څارنوالۍ او د کنټرول او تفتیش ادارو ته د رخصتۍ امر شوی دی.

د چارو د شنونکو په باور د یوې غونډې د امنیت په خاطر د ګڼو وزارتونو او ادارو رخصتي دا په ډاګه کوي چې دولت پر ملت خپل باور له لاسه ورکړی او د دواړو تر منځ فاصله د بېلتون اوج ته رسېدلې ده.

ياده دې وي د ملي شورا له ژمنۍ رخصتي وروسته به سبا ولسمشر هغه ودانۍ پرانیزي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې يې د جوړولو چارې د هند دولت په مرسته پیل شوې وې او تر ژمنیو رخصتیو وړاندې ګټې اخیستنې ته چمتو شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x