د سوډان سياسي لارښود او مفکر حسن تراب ومړ

نن ټکی اسیا (يکشنبه، کب ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د سوډان د ولسي پاڅون اپوزيسيون ډلې مشر او وتلې سياسي او علمي سټه دکتور حسن عبدالله ترابي تېره شپه د ۸۴ کالو په عمر ومړ.

د حسن ترابي «رحمه الله» له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې نوموړي د تل په څېر خپل سياسي او ديني فعاليتونه کول، چې ناببره يې روغتيايي حالت خراب شو او پلازمېنه خرطوم کې رايل کيير روغتون کې د درملنې په موخه داخل شو.

عربي رسنۍ وايي، چې حسن ترابي له تېرو پنځو کالو راهيسې د زړه له رنځه کړېده، د وينې فشار به يې ټيټ و او د درملنې لپاره يې هېواد کې او له هېواده بهر سفرونه کړي وو، مګر تېره ورځ يې د زړه حرکت درېدلی و او ډاکټران يې په درملنې ونه توانېدل.

حسن ترابي د سوډان او اسلامي نړۍ وتلې عملي او سياسي څېره وه، د ۸۴ کالو په عمر له دې فاني نړۍ وکوچېد، له ابتدايي درسونو وروسته يې د خرطوم پوهنتون کې حقوق ويلي و، ماستري يې د برتانيې اکسفورډ پوهنتون څخه کړې وه او دکتورا يې د پاريس له سوربون پوهنتونه ترلاسه کړې وه.

حسن ترابي په انګريزي، فرانسوي او الماني ژبه روانې خبرې کولای شوې، په ځوانۍ کې د اخوان المسلمين غړی شو، په ۱۹۶۹م کې د سوډان د اخوان المسلمين مشر شو، مګر څو کالو وروسته ترې جلا شو او جلا ډله يې جوړه کړه.

۱۹۹۶م کې د سوډاني پارلمان رييس وټاکل شو او له هغې وروسته ۱۹۹۸م کې د واکمن ملي پاڅون ګوند مشر هم شو.

د واکمنۍ پر مهال د ولسمشر عمر بشير او حسن ترابي ترمنځ اختلافات پيدا شول، چې بالاخره يې ۱۹۹۹م ټولې رسمي او ګوندي دندې پرېښودې او ۲۰۰۱م کې يې د ولسي پاڅون په نوم جلا ګوند جوړ کړ.

حسن ترابي د خپل سياسي او فکري سياست پر مهال څو څو ځل زندان هم تېر کړی دی.

د حسن ترابي پلويان نوموړی تکړه عالم، د ژورنالېزم په ډګر کې مخکښه څېره، قوي خطيب، داعي او اسلامي مفکر بولي، مګر مخالفين يې وايي، چې دی هر څه د خپل شخصي غوښتنو سره غواړي، ټول عمر يې په دسيسو او مخالفتونو کې تېر شو او د ژوند ټول ارمان يې له واکمنۍ سره تړلی و.

د حسن ترابي فتواوو په اړه هم ګڼ علما نيوکې کوي، چې د اسلامي امت له اجماع يې په ګڼو شيانو کې مخالفتونه کړي. په عقيده او نورو فروعي مسايلو کې يې د اسلامي فقهاوو خلاف اجتهادونه کړي او په خپلو فتواوو کې يې له اندازې زيات پر قياس باور کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د