افغانستان

کابل کې يو افغان او دوه ترکان ووژل شول

نن ټکی اسیا (يکشنبه، کب ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): پلازمېنه کابل کې يو افغان او دوه ترکان ووژل شول.

د کابل پوليس وايي، چې د کابل په زړه نوي ښار حاجي يعقوب څلور لارې کې د ناڅرګندو بريدګرو په ډزو کې دوه ترکي اتباع او يو افغان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د چارواکو په وينا دا پېښه تېره شپه ماښام اووه بجې رامنځته شوې ده.

د ۱۰۱جنايي زون د جنايي جرمونو د څېړنو مدير فريدون عبيدي وايي، چې يو شمېر ترکي اتباع له خپلو افغان همکارانو سرهتېر ماښام له يو مارکيټه سودا کوله، چې ناڅرګندو بريدګرو پرې ډزې وکړې.

د عبيدي په وينا په دغه بريد کې يو افغان او دوه ترکان وژل شوي او د يو ترکي په ګډون درې نور افغانان ټپيان دي.

امنيتي چارواکي زياتوي، چې بريدګر په تېښته بريالي شوي او پوليس يې د نيولو هڅه کوي.

تېره ورځ هم د کابل وزير اکبر خان سيمه کې د کورنيو چارو وزارت يو قراردادي افسر د چړې په بريد کې وژل شوی و.

د پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد شفیق نوری

په راپور کی دا لاندی جملی سر نه خوری
د چارواکو په وينا دا پېښه تېره شپه ماښام اووه بجې رامنځته شوې ده.
د ۱۰۱جنايي زون د جنايي جرمونو د څېړنو مدير فريدون عبيدي وايي، چې يو شمېر ترکي اتباع له خپلو افغان همکارانو سره سهار وختي له يو مارکيټه سودا کوله، چې ناڅرګندو بريدګرو پرې ډزې وکړې.

غوربندی

تير ماشام اووه بجي را منز ته شوي ده….

سهار وختي يي له يو ماركيت سخه سودا كوله ….

دا سه گدود خبر دی?

الحاج استا ذ بیانزی

نوری صاحب او غوربندی صاحب السلام علیکم ! دا چه مونږ ژاړو ، سیمه ژاړی او ټوله نړۍ ژاړی چه زمونږ هیواد په بی کفایتی او فساد کی د نړی تر ټولو هیوادو دمخه ښو او د لمړی مقام د سرو زرو طلایی مدال ویاړنی یی هر کال تر لاسه کوو د داسی هیواد خبرونه هم داسی وی ټول په خپلو شخصی کارونو او فسادونو کی تر سپیږمو ډوب دی ، اوس هم لا خوشاله اوسي چه خبر یی درته ویلی ، داچه د کابل پولیس ماشام یاد کړی ماښام کی هم لږه خړه وی او بیا د لسمی حوزی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x