شعـــــرونه

غزل: ثنا ضېوال

 ثنا ضېوال

لږ فکر وکړه چې زه څومره احترام دې کړمه
خیر که بدنام دې کړمه خو بیا هم پام دې کړمه

غربته، هیڅ ګیله مې نه شي خو ګیله مې دا شې
د بل مزدور دې کړمه زه د بل غلام دې کړمه

دستا په عشق کې چې اول ومه نو پوره څوکۍ وم
اوس مې حال وګوره جانانه چې اطام دې کړمه

غرقه شي خواره شي نو دومره عطر څوک لګوې
چې غیږ دې راکړه نو قسم دی چې زکام دې کړمه

په ما ضیوال کې ګرانه ووایه چې څه پاتي دې
دې ماخستن دې آخیرې رکات سلام دې کړمه
ــــــــــــــــــــــــ
دمام سعودي عرب 29/2/2016

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x