افغانستان

پنجشیر کې دطالبانو په ډلیز سرښندونکي بریدکې درنه مرګ ژوبله اوښتې

ece3244ff62وروستي رارسیدلي راپورونه کاږي دپنچشیر ولایت په مرکز کې دولایت په مقام او امنیه قومندانۍ کې دطالبانو له لوري پیل شوې جګړه چې سهار وختي په څلور بجې شروع شوې وه ترپنځه ساعتونو زیات وخت یې دوام وکړ. سهار وختي یو شمیر سرښندونکو دولایت پرودانۍ او امنیه قومندانۍ باندې برید وکړ،لومړی یې دنظام قراوول په خوله کې موجود پهره دار په ډزو وویشت  او ورپسې یې دمحافظینو په وطاق کې میشت ۶تنه ساتونکي عسکر   ووژل 

، دامنیتي خنډونو په لري کولو سره دولایت مقام انګړ ته ننوتل او له خپلو سپکو او درنو وسلو نه په استفاده یې په ودانۍ کې پرمیشتو عسکرو او دولتي منسوبینو ناتار ډزې پیل کړې.

دطالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په خپله لیږل شوې خبر پاڼه کې دحملې مسولیت منلي ، نوموړي زیاته کړې دخالد بن ولید دپیل شویو عملیاتو په لړ کې یې دپنجشیر ولایت په مرکز او امنیه قومندانۍ ډلیز فدايي برید ترسره کړی. دامنیه قومندانۍ مرکز یې ترخپل کنترول لاندي راوست ، نوموړی زموږ دلومړنیو معلوماتو لمخې تردې مهاله  ددښمن ۲۷ تنه وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان دي همداراز په ولایت مقام او امنیه قومندانۍ کې  د درنو وسلو په ډزو زیات شمیر وسایط له منځه تللي.

دپنجشیر ولایت امنیتي چارواکو حمله تاید کړې ، او ویلي دي چې دولایت مقام او امنیه قومندانۍ ته ۶ تنه وسلوال له خپلو وسلو سره ننوتل اوپه جکړه یې پیل وکړ  ، امنیتي پولیسو له وسلوالو کسانو سره کلک مقاومت وکړ، دا مقام زیاتوي چې تردې مهاله یوازي  دولایت د ورودي دروازې ساتونکي وژل شوي نو رچا ته زیان نه دي اوښتي.

په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي دولایت مقام او امنیه قومندانۍ له ودانیو داور لوخړې پورته کیږي او دپیښې له ځایه د درنو چاودنو او درنو وسلو اوازونه اوریدل شوي،دسیمې یو تن اوسیدونکي غلام محمد رسنیو ته ویلي ،طالبان دولایت مقام ته په داسي حال کې ننوتل چې په ولایت کې دننه میشتو کسانو دمقاومت امادګي نه درلوده له همدې امله ویل کیدای شي دسر زیان به ډیر زیات وي.

دطالبانو دا وروستي برید وښودله چې دوئ دپخوا په نسبت خورا زیات پیاوړي شوي او دجنوبي او مشرقي ولایتو ترڅنګ یې دهیواد په شمال کې هم ډیر زیات نفوذ کړي او له پراخ ولسي ملاتړ نه برخمن شوي.

پنجشیر ولایت یو له هغو ولایتونو نه وو چې پخوا پکې دطالبانو فعالیت ډیر محدود وو،دا وروستی برید په یاد ولایت کې دطالبانو دپیاوړتیا او قوي شتون شاهدي ورکوي .

احمد بریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x