ادبي لیکني

د کلیمو آره مانا او اړیکې

اتل مشواڼی
هره کلیمه چې اوس یو څيز نوموي، پخوا یې له نوموړي شي سره یو ډول اړیکه درلوده، یا نومول شوی څيز له نوم سره تړاو لري.هسک جګ شي ته وایي پر اسمان ځکه دلالت کوي، چې اسمان هم له موږ لوړ دی.

د هرې کلیمې آر مناسبت او تړاو موندل ستونزمن دی، د ډېرو کلیمو د ريښو موندلو لپاره اړ یوو، چې له نورو ګاونډو او همریښه ژبو مرسته واخلو! پور د زوی پر مانا لرغونو متنونو کې خوندي دی، دري ژبې کې اوس هم کاریږي، لکه شاهپور کې د شاهزوی، شاهزاده په مانا.

د بست شاهزوی داستان پښتو کې مشهور ولسي داستان دی، چې پتې خان او رابیا يې مرکزي کرکټرونه دي. موږ چې د پور د کلیمې پر مانا و پوهېدو اوس پښتو کې د ډېرو لرغونو ترکیبي نومونو ټوکونه “اجزاوې ” موندای شو.

تربور د تره پور لنډ او لږو ډېر اوښتی نچوړلی پاتېشونی دی، یعنې د تره زوی، همداسې بوره د پور مړې لنډ تراشل شوی شکل دی. پښتو کې د پور “پ ” پر “ب ” اوښتې.

ځینې اوسنی جامدې کلیمې چې د نومونې وجه یې له اجزاوو اسانه نه ښکاري، د پخوانۍ ترکیبي کلیمو او اوږدو جملو لنډ شوی شکل دی.چې د داسې وییونو مناسبت په اټکلیز ډول معلومېدای شي.

سپور په اټکل سره “د زیار صاحب په اټکل ” لومړی “هغه چې اسپ راوړی ” و بیا ورو -ورو “اسپ راوړی ” شو او د وخت په تېرېدو “اسپ وړی ” او “اسپوری ” بیا “سپور ” ترې جوړ شو.

د ځینو کلیمو د مناسبتونو موندنې کې څو اټکلونه کېدای شي، مښوکه ښايي د مښلو له مصدر “نومکړ ” څخه اخیستل شوې وي، ځکه مښوکه ډېری وخت موښل کیږي یا موښنې کې ترې کار اخیستل کېدای کیږي.

دویم اټکل یې دا دی، چې مښوکه د “مخوکه ” اوښتې بڼه وي، ځکه مښوکه په مخ کې ټيکاو لري. مېنه ښايي له “مینه ” څخه راوتې وي، ځکه خلک له خپلو مېنو سره مینه لري.

د پښتو اوڅار پور مهال نومونه، ماسپښين د نماز پېشين، مازیګر د نماز دیګر، ماښام د نماز شام، ماخستن د نماز خستن، لنډې نچوړلې راپاتې بڼې دي، اوس پښتو دومره خپلې کړي، چې د بلې ژبې ګومان پرې نه کیږي.

د کلیمو ریښه معلومونه او تاریخي شالید څېړنه د ژبپونې د ایتمولوجي Etymology څانګې کار دی. د کلیمو د سټو موندنه موږ سره د ژبې د وييپانګې او سندونو په بډاینې، کره ونې کې ډېر مرسته کوي.

دا ډول څېړنې موږ سره بله مرسته دا کوي، چې د خپلې ژبې او نورو ژبو کلیمې را پېژني او د خپلې ژبنۍ پانګې له ګرافه خبرېږو!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x