افغانستان

کندهار: د ښاروالۍ د ۱۲ ناحیې وکیل او د ملي امنیت غړی «نعمت الله» وژل سوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۶مه، ۱۳۹۴ ل): نامعلومه کسانو تېره شپه د کندهار ښار د دوولسمي ناحیې وکیل او د ملي امنیت غړی نعمت الله وژلی او په تېښته بریالي سوي دي.

پېښه تېره شپه د ماخستن تر لمونځو وروسته د کندهار ښار د لسمي امنیتي حوزې د لویي ویالې د جادې په سیمه کې رامنځته سوي، د کندهار د ښاروالی ویاند زمري څرګند پېښه تایید کړي او زیاتوي چې نعمت الله په دې وروستیو کې پر دغه دنده ګمارل سوی وو.

نعمت الله چې اصلي د شاولیکوټ ولسوالۍ د تمبي کلي اوسیدونکی وو په ملي امنیت کې یې هم دنده ترسره کول، د نوموړي د وژلو پړه طالبانو پر غاړه اخیستي.

په دې وروستیو کې یوځل بیا په کندهار ښار کې غلچکي بریدونه ډیر سوي او د طالبانو له لوري حکومتي چارواکي او د ملي امنیت کارمندان په نښه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x