افغانستان

امریکا طالبانو ته د اسلام اباد ناسته کې د نه ګډون له امله ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې طالبانو د اسلام اباد په راتلونکې ناسته کې د خپل ګډون اوازې رد کړې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړل چې له سولې پرته بله لار نه لرئ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې پر طالبانو غږ شوی چې د سولې له پروسې سره یو ځای و د اسلام اباد په راتلونکې ناسته کې ګډون وکړي، کنه په جګړه کې به امریکا و نړیواله ټولنه د افغان دولت خوا ونیسي.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو خبر ورکړ چې راتلونکې پنجشنبه به اسلام اباد کې له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل شي، خو طالبانو يې څرګندونې افواهات وبلل.

طالبانو تېره ورځ پخپله اعلاميه کې له دې ناستو نا خبري وښووده او ويې ويل چې د دوی دريځ نړۍ ته معلوم او د اړیکو ځای يې د قطر دفتر دی.

دو پخپله اعلامیه کې د بهرنیو عسکرو بیا راتګ، د جګړې قوت، د ملکي تلفاتو ډېرښت او په څنګ کې يې د څلور اړخیزو ناستو په نوم د سولې د هڅو په پلمه د غونډو جوړېدل دوه متضاد جريانونه بللي دي.

طالبانو د دوی د ګډون په اړه راپورونه بې بنسټه بللي او لیکلي يې دي: «موږ دا ډول افواهات ردوو او په صراحت سره وایو چې داسلامي امارت محترم زعیم په دي غونډو کې دګډون لپاره هیچا ته هم وظیفه نه ده سپارلي او نه هم داسلامي امارت رهبري شوری په دي غونډو کې دګډون فیصله کړې ده.»

تر دې وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو عمومي قومندان جان کمپل هم طالبانو ته د تسليمۍ ګواښ کړی و او ويلي و، چې له وسلو اېښودو پرته بله لار نه لرئ.

د شنونکو په باور د سولې په نوم د څلور اړغیزو غونډو هلي ځلې د جګړې د پای ته رسیدو په مقصد نه؛ بلکې د ځینو لوریو لخوا د امتیاز اخیستنې په غرض ترسره کیږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل انوري

هههههههههههههههه تراوسه لکه چې امریکایان اونړیواله ټولنه دطالبانو په خوا کې ولاړ ؤ چې اوس دافغان ګوډاګۍ ادارې خوانیسي ،

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x