
د مينې حرم: عرفان الله عرفاني
عرفان الله عرفاني
د مدينې ښکلي حرم ته ورځم
د مينې تږی يم زمزم ته ورځم
نور له عجمه ځينې کډه وړمه
د عربيانو کلي چم ته ورځم
هلته امام الانبيا دفن دي
د رب محبوب نبي اکرم ته ورځم
زه يې وطن ته احترام لرمه
ډېر په ادب دې محترم ته ورځم
هغه کوڅې چې ګرزېدې په کې ته
ستا د پښو خاورو هر قدم ته ورځم
هلته مدام د خدای انوار ورېږي
د رحمتونو دې شبنم ته ورځم
هلته آذان چې د بلال واورمه
هغه آذان ته صبحدم ته ورځم
درود سلام پرې ( عرفاني ) وايمه
ځم د زخمي زړونو مرهم ته ورځم