نظرمحمد مطمئن، لیکوال او شناند

مطمئن: د سولې برخه کې افغان دولت بې زینو بام ته خېژي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): کابل مېشتی د سیاسي چارو شنونکی انجينر نظر محمد مطمئن وايي چې د سولې په برخه کې افغان حکومت دا ډول اقدامات کوي، لکه بام ته چې بې له زینو د ختلو هڅه کوي.

مطمئن پخپله تازه مقاله کې ليکلي چې د افغان دولت له لوري د سولې د خبرو لپاره د پاکستان انتخاب مناسبه لاره نه ده، ځکه چې پاکستان له همدې لارې امتیازات اخلي، خو په وينا يې «غني غواړي چې د کرزي لوبه تکرار وساتي، داچې پر طالب د شمال ټلوالې کسان وبیروي، همداسي هم ده، شمالي ټلواله فکر کوي چې غني له طالبانو سره پټې اړیکې لري او غواړي چې طالبان حکومت ته راولي.»

نوموړی په مقاله کې وړاندې د طالبانو له لوري د اسلام اباد په راتلونکې ناسته کې له ګډونه انکار د طالبانو له لوري «سیاسي ګوزار» بولي.

د هغه په خبره طالبان تر بهرني فشار لاندې خبرو ته نه حاضرېږي او نه هم د بل تر فشار لاندې د سولې خبرې کومې مثبتې پایلې لرلې شي، ځکه خو په راتلونکې ناسته کې د طالبانو انکار د مطمئن په خبره «دروند سیاسي ګوزار هم دپاکستان پر حکومت او هم پر کابل وکړ.»

د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ خبر ورکړ، چې د مارچ لسمه به اسلام اباد له طالبانو سره د مخامخ ناستې کوربه وي، خو سمدستې طالبانو دا ډول څرګندونې افواهات وبلل او د اعلاميې په خپرولو سره يې د دې ناستې په اړه ناخبري وښوده.

دغه ناسته د څلور اړخیزو ناستو په پایله کې وړاندیز شوه، خو د مطمئن په نظر ښايي څلور اخیزې ناستې هم یوه لوبه وي :«ممکن افغان حکومت کې ژور بدلون او تغیرات راشي، دا امکان شته چې ۴ اړخیزه ناستي د امریکا، افغان حکومت او پاکستان ګډه لوبه وي.»

نوموړی د حل لارې په توګه وړاندیز کوي: «دکابل ادارې د موقف یووالي اړین دی ، د سولې مذاکراتو او مخامخ خبرو له پاره بيطرفه کسان او دریمګړی ګروپ جوړول او هغوی ته واک ورکول، مقابل لوري نه هم د واک غوښتنه، پر لنډمهاله اداره باندي خبرې او هوکړه، داسي اداره چې د بل راتلونکې مشروع حکومت لپاره کار ورکړي.»

دا په داسې حال کې دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم پر طالبانو غږ کړی چې د اسلام اباد ناستې ته حاضر شي، کنه جګړه کې به دوی د حکومت اړخ لا غښتلی کړی.

تر اوسه افغان حکومت د طالبانو له څرګندونو وروسته څه نه دي ويلي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
قاری ابو محمد
میلمه
قاری ابو محمد

بی ځینو بام ته خیږی۰ طالبان حکومت ته را وبولی۰۰۰۰ او داسی نوری تیر وتنی لکه لنډی جملی یی چی پر اوږدو جملو بدلول ۰۰۰ خدای ج وکړی دوستان خپه نشی باید اصلاح شی