شعـــــرونه

غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

سترګې لرم خو رانجه نه لرمه
مورې! بې تاچې یم څه نه لرمه

شاعـر سـړی یمه غـزلې لـرم
غریب سړی یمه ‹سره› نه لرمه

ماسره تــوري لکه تورې داسې
لاس کې ټوپک او چاړه نه لرمه

څوک زړه لري، د مینې چل نه ورځي
مــاته یې چـل راځــي، زړه نه لرمه

په دروازه کې راته څوک ودرېده
ویل یې وروره ! خــواړه نه لرمه

چې ترې بچیانو ته بړستن جوړه کړم
په کــور کې دومــره زاړه نه لرمه

لکه ستا سترګې بې بڼو دغسې
زه چې تـر څنګ پښتانه نه لرمه

لا “خدرخېل” ستا په یارۍ ارزم چې
ږیره کې یـو سپین وېښته نه لرمه
ــــــــــــــــ
جانان خدرخېل

۱۳۹۴/۱۲/۱۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x