شعـــــرونه

غزل: حکمت ارين

حکمت ارين

د زړګي غږ مې تر هغې نه ځي
نه ځي دا زهر مې له خولې نه ځي

زه دې یادونه له زړه باسمه خـو
دا ښاماران له خزانې نه ځي

ما خو به ویلي وای چې لاړ شه کنه
خو څوک په شپه له هدیرې نه ځي

خبره خود شته خو میین یم په تا
هسې چټي خو اوازي نه ځي

بیا که را هم شې باور نه کومه
زما له ذهنه اندیښنې نه ځي

ستا د اقرار په تمه ناست دی آرین
له قامه ځي ، له دروازې نه ځي

ــــــــــــ
حکمت آرین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x