شعـــــرونه

نظم: مدثر همراز

مدثر همراز

کله تر شي کله مړاوي
لکه ګل په مخ د ځمکي
لوي توفان ته غاړه ورکړي
په نري سيلي فنا شي
ناست د خاورو په ډيري وي
په خيالونو کي عنقا شي
کله واي څنګه سخت وؤ
راختل په مخ د ځمکي
لکه ګل په مخ د ځمکي
،
دا له خاوري نه جوړ شوي
اوپه خاوره کي پټيږي
هريو جنس په خپل جنس وله
خامخا به پري خوګيږي
کله خپلو کي يو پاڅي
وژني بل په مخ د ځمکي
لکه ګل په مخ د ځمکي
.
داجهان ښه برابر دي
لوي ميدان دامتحان دي
هر وګړي په خپل وخت ځي
ممتحن ته ور روان دي
دا دوه قسمه شاګردان دي
يودي جن دا بل انسان دي
ها کامياب دي چي د چاوي
ښه کرل په مخ د ځمکي
لکه ګل په مخ د ځمکي
لکه ګل په مخ د ځمکي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x