نظــر

افغان سوله، امریکا، ګواښونه او طالبان

احمدالله احمدزی

د سولې خبرې بيا هم هماغه تکراري خبرې دي، چې امريکا او حکومت غواړي، د خلکو په عقلونو لوبې وکړي او د رسنيو په زور خپل «منطق» پر خلکو ومني، مګر افغانان او نړيوال افغانستان کې د امريکا پنځلس کلن حضور ته په کتو د امريکا په څرګندونو باور نه کوي او افغان حکومت هم د امریکا په مشوره د سولې شعارونه تکراروي.

تېره ورځ طالبانو د خپلې اعلاميې له لارې روښانه کړه، چې امريکا او افغان حکومت عملا جګړو ته زور ورکړی، نوي امريکايي پوځيان افغانستان ته راروان دي، شپنيز عمليات هم له پخوا تېز شوي، په ساړه ژمي کې لسګونه زره کورنۍ د امنيتي ځواکونو له لوري بې کوره شوي او په دغسې يو حالت کې د سولې خبرې بې معنا دي.

د امريکا بدليدونکی دريځ

۲۰۰۱م کې، چې امريکا پر افغانستان يرغل وکړ او د طالبانو نظام يې ړنګ کړ، نو هغه مهال يې طالبان د تاريخ برخه وبلل او هر ځای به يې، چې پر چا د طالب ګومان راغی، بې پوښتنې يې وژلی او بندي کولای شوای او هېڅوک يې د پوښتنې نه و.

هغه مهال طالبانو اعلان وکړ، چې د بهرنيو ځواکونو پر ضد به خپل مقاومت کوي او ترڅو، چې امريکايي او نور بهرنيان په افغانستان کې وي، دوی به خپل مقاومت ته دوام ورکوي.

د څو کالو په تېرېدو، چې امريکايان د خپل اټکل خلاف د افغانانو مقاومت سره مخ شول، نو امريکايي جنرالانو د جګړې له ډګره اعلان وکړ، چې جګړه د حل لاره نه ده او نه به طالبان د بمباريو او جګړو په زور له منځه ولاړ شي.

په سياسي او نظامي ډګر کې د جنرالانو له لوري د سولې خبرې د ماتې په معنا دي؛ ځکه چې د سولې خبرې بايد سياسي چارواکي وکړي، مګر امريکايي جنرالانو په واز کومي په تکراري توګه ويل، چې افغانستان کې امريکايي جګړه ناشونې ده او دا ستونزه بايد د خبرو له لارې حل شي، چې بالاخره امريکا د افغان حکومت په سلا د سولې شورا جوړه کړه او له دې لارې يې طالبانو سره د مذاکراتو پيلولو هڅه وکړه، مګر طالبانو يو ځل بيا پر خپل دريځ ټينګار وکړ، چې افغان حکومت د سولې وړتيا او واک نه لري، د افغانستان په اړه بايد لومړی له امريکايانو سره خبرې وشي.

د سولې شورا، چې تر اوسه يې ميليونونه ډالر هضم کړل، د يو توت په اندازه ګټه يې نه ده څرګنده شوې او حکومت هم د سولې شورا په نوم د ځينو خلکو له شره ځان خلاصوي او په دغه شورا کې د رشوت په توګه بوخت ساتي.

طالبانو د جاپان، پاريس، ناروې، او پګواش په غونډو کې ويلي، چې دوی سولې ته ژمن دي، مګر تر د سولې اړوند هغه ستونزې، چې امريکا پورې تړلي، بايد امريکا اونړيوالې ټولنې سره مطرح شي او له هغې وروسته افغانانو سره بيا خبره په اسانه حل کېدای شي، مګر امريکا دېته زړه نه ښه کوي، چې طالبانو سره د افغانستان په اړه مخامخ خبرې وکړي، اوس يې ځان درېيمګړی کړی او غواړي، چې د افغانستان په قضيه کې ځان درېيمګړی کړي، مګر افغانان او نړيواله ټولنه پر دې پوهېږي، چې امريکا د همدې جګړې اصلي عامل دی، د زرګونو افغانانو وينې يې تويې کړي، څوارلس کاله يې دلته د افغانستان په چارو کې هر ډول مداخله کړې، زرګونه پوځيان يې وژل شوي او د افغانستان جګړې له امله ميلياردونو ډالر پوروړې شوې ده، نو امريکا څنګه له دې جګړې خپلې پښې وېستل غواړي، دا هېڅکله د منلو وړ نه ده.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت تونده اعلاميه خپره کړې او طالبانو ته يې ګواښ کړی، چې له مذاکراتو پرته بله لار نه لري، مګر دوی بايد دې ته وګوري، چې طالبانو پنځلس کاله په تش لاس له امريکايانو سره خونړۍ جګړې کړي، امريکا يې له خپلو ټولو ايتلافيانو سره له ماتې سره مخ کړې او دا خبرې امريکايي جنرالانو او لوړپوړ چارواکو په خپلو يادښتونو او کتابونو کې ليکلي دي.

د امريکا دا ډول ګواښ يوازې او يوازې امريکا او افغان حکومت ته زيان اړولی شي، بل هېڅ نه او اخر به هم هغه څه کيږي، چې د افغانانو د اسلامي اصولو او ملي ګټو غوښتنه وي او که داسې ونه شي، نو له دې ښکاري، چې امريکا افغانستان کې خپلو جګړو ته دوام ورکوي.

د څلور اړخيزې ناستې له پيله طالبانو ټينګار کړی، چې هېڅوک دوی د سولې خبرو ته په زوره نه شي مجبورولی او که هر څوک د افغانستان سولې په اړه خبرې کوي، نو قطر کې دې د طالبانو سياسي دفتر سره اړيکه ونيسي او دغه دفتر د سياسي چارو ټول واک لري.

د افغان حکومت کاواکه دريځ

د افغان حکومت په اړه د واک او وړتيا له خبرو وړاندې بايد وويل شي، چې د افغانستان شريک حکومت ټول ګډونوال هر يو د سولې په اړه جلا جلا موقفونه لري، هر يو يې غواړي، چې د سولې په اړه بايد دوی ته خپل امتياز ورکړل شي او دوی هېڅکله دا نه غواړي، چې افغانستان کې سوله راشي؛ ځکه چې دوی پوهېږي، که افغانستان کې امنيت راغی، امريکا بيا دوی ته اړتيا نه لري او نه به د دوی دا واک، ځواک او مزې پاتې شي؛ ځکه دوی پوهيږي، چې د امريکا له راتلو وړاندې د افغان حکومت ګډونوالو څنګه ژوندکاو.

بله خبره دا ده، چې افغان حکومت کله دا توان لري، چې د مذاکراتو بهير په خپل واکه توګه پر مخ بوځي او طالبانو سره د افغان سولې په اړه هر اړخيز مذاکرات وکړي.

په دې کې خو د بحث ځای هم نه شته، چې د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ حکومت د امريکا او نړيوالې ټولنې له فشار او خپلمنځي اختلافاتو څومره ازاد دی.

اشرف غني تر اوسه د خپل حکومت دفاع وزير او د کابل شاروال نه شي ټاکلی، نو طالبانو سره به څنګه د خبرو توان ولري؟

اشرف غني که له يوې خوا د سولې شعارونه تکراروي، له بل لوري په سيمه ييزو او نړيوالو کنفرانسونو کې خلک د طالبانو له ګواښونو وېروي او دی اوس هم فکر کوي، چې نړيوال به د طالبانو په اړه د اشرف غني پر خبرو باور وکړي، مګر ولسمشر بايد پر دې پوه شي، چې طالبان په سيمه‌ييزه او نړيواله کچه پراخې اړيکې لري او نړيوال نه شي کولای، چې د اشرف غني په خبرو په پټو سترګو باور وکړي.

امريکا او افغان حکومت هېڅکله سولې ته ژمن نه دي

امريکا غواړي، چې جګړه کې بريا خپله کړي او که داسې نه وي، نو بايد د وخت په تېرېدو طالبان سره ووېشي او له دې لارې دغه مقاومت له منځه يوسي. افغان حکومت هم غواړي، چې د سولې په نوم د پخواني ولسمشر کرزي په څېر خپله دوره پای ته ورسوي او راتلونکي حکومت ته به له اوسني حکومته زيات کړاوونه او لانجې پاتې وي.

امريکا بايد پر دې خبره پوه شي، چې اوسنی مقاومت په مادي فکر نه دی ولاړ، چې له منځه به ولاړ شي، بلکې دا د افغانانو تاريخ دی، چې هېڅکله يې يرغلګر نه دي زغملي او نه به يې راتلونکي کې وزغمي.

سوله څوک نه غواړي؟

له پورتنيو خبرو موږ ويلی شو، چې امريکا لومړنی هېواد دی، چې افغانستان کې سوله نه غواړي، امريکا دا نه شي زغملی، چې طالبان دې د افغانستان واکمنان يا شريک واکمنان شي او د مخامخ جګړې توان هم نه لري، نو پرېکړه يې دا ده، چې افغانان له افغانانو سره وجنګوي. دوهم افغان حکومت طالبانو سره د سولې لپاره په يوه خوله نه دی؛ ځينې يې وايي، چې ټول طالبان بايد ووژل، ځينې يې وايي، چې طالبان دې لاس تړلي حکومت ته تسليم شي او ځينې يې وايي، چې له کمزوري ادرس بايد طالبانو سره خبرې ونه شي.

دلته رښتيا خبره دا ده، که افغانستان کې سوله راځي، نو ډېری چارواکي، چې له تېرو پنځلسو کالو د واک پر ګدۍ ناست دي، بيا به يې امريکا پر دې ځای پرې نه ږدي، څوکۍ به له لاسه ورکوي او په عامه توګه د افغان چارواکواهميت به بيا له امريکا سره د اوس په څېر نه وي، نو ځکه ډېری افغان چارواکي هم هېواد کې د تلپاتې او رښتينې سولې لپاره هڅې نه کوي او پر وړاندې يې ډول ډول خنډونه راپورته کوي.

د طالبانو دريځ

که سړی سپينه او بې پرې خبره وکړي، نو دا خبره اوس په هېواد کې دننه او نړيواله کچه منل شوې، چې طالبان د خپل هېواد د ازادۍ لپاره روښانه تګلاره لري او په دې اړه د اسلامي اصولو او افغاني کلتور له مخې خپلې پرېکړې کوي او په خپلو اعلاميو کې يې په تکراري توګه ټينګار کړی، چې د اسلامي اصولو او افغاني عنعناتو خلاف به هېڅ ګام وانه خلي او نه به په دې اړه کومه سودا وکړي.

د پېښو څارونکي د طالبانو وروستی دريځ ستايي، چې د څلور اړخيزې ناستو په غونډه کې يې له ګډون انکار کړی دی.

طالبان وايي، چې امریکا د جګړې برخه ده، بايد د درېيمګړي پر ځای د ښکېل لوري په توګه خبرو کې برخه واخلي او بله دا که طالبان پاکستان کې د څلور اړخيزه ناسته کې ګډون وکړي، نو د دوی د مخالفينو هغه تورونه به رښتيا شي، چې طالبان د پاکستان د لاس خلک بولي.

که طالبانو د اسلام اباد په راتلونکې ناسته کې د ګډون اعلان وکړي، نو امريکا او نور نړيوال استخبارات به د جهاد او مقاومت په نوم داسې څېرې راپيدا کړي، چې د جهاد دښمنۍ په نوم به طالبانو سره جګړې پيل کړي، د طالبانو د وېشلو او خپلو کې د بې باوره کولو هڅې به نورې هم ګړندۍ شي او طالبان هېڅکله نه غوړاي، چې خپل پنځلس کلن مقاومت او قربانۍ په يوه تېروتنه له لاسه ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
melatt yar

جزاك الله احسن الجزاء… شكراً لك

مور دي بوره مه شه، په خوله دي برکت !!

khalid

جزاك الله لیکوال صاحب امریکا اصلا خپلو ناوړه او ناروا شومو موخو او اهدافو ته له رسیدلو نه بغیر په افغانستان کی سوله نغواړی هر وخت یو شی نه یو شی بهانه کوی او په ډیر مهارت سره کوشش او تلاش کوی چی خپلو ناروا او شومو موخو او اهدافو ته ځان ورسوی طالبان باید د امریکا او امریکایانو په اړه ډیر محتاط واوسی داسی نه چی خدای مکړه خطا یی نباسی ځکه د امریکا استعمار لکه د روسانو د استعمار په شان نده دا استعمار اوه رنګه لری چی ډیری خطرناکی توطیی او دسیسی په کښی پکار اچول کیږی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x