شعـــــرونه

غزل: محمد انور تبسم

محمد انور تبسم

ژمن يمه الفاظ به د شر نه وايم
نور به دې باڼو ته خنجر نه وايم

وروځې دې ليندې او کمان نه بولم
سترګو ته دې ياره! سنګر نه وايم

حسن ته بدرنګ تشبهات څه معنا ؟
زه خو دي هنر ته،هنر نه وايم

خيال چې پکې نه وي،د انسان د خير
کاڼي د صحرا ته خو سر نه وايم

جنګ دى، وينې، وينې ده ماضي زما
تورو، تورو شپو ته سحر نه وايم

زړه، قرار شه!ستا کيسه په ما شوله
وايم ورته وايم، خو زر نه وايم

زه څله په بل سترګې خوږې کړمه؟
زه جمات ته چيرې مندر نه وايم

اوښکو ! دا زما او زړه خبره وه
زه د کور خبره،بهر نه وايم

ژوند لمبه،لمبه دى،تبسم پکې
ځان ته خليل وايم،ازر نه وايم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x