افغانستان

ولسمشر غني هم طالبانو ته دوه لارې په ګوته کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې امریکا پر طالبانو د دوی له لوري وړاندیز شوې سولې ته د کېناستو غږ وکړ، ولسمشر غني هم د ده په خبره طالبانو ته دوه انتخابه په ګوته کړ.

نوموړي چې نن يې د ملي شورا د نوې ودانۍ د پرانیستې او د یادې شورا د نوي کال د بل کاري پړاو د پیل په مراسمو کې خبرې کولې، پر طالبانو غږ وکړ چې یا دې له ملت سره شي یا هم دوښمن سره.

غني طالبان د جنګ عامل وبلل خو ويې ويل چې د دې تر څنګ بهرني جنګيالي او په وینا يې ځينې افراطي ګروپونه هم په افغانستان کې د جګړې علتونه دي.

نوموړي د سولې څلور اړخیزې غونډې او په راتلونکې کې د اسلام اباد مذاکراتي ناسته مهمې وبللې او پر طالبانو يې غږ وکړ، چې خپل افغانیت ثابت کړي.

هغه ټینګار وکړ چې د سولې په اړه به ټول معلومات له ولس شریکېږي خو ويې ونه ویل چې په لومړي خبري ناسته کې به د طالبانو استازي وي او کنه.

ولسمشر غني په داسې حال کې پر طالبانو د دوی پر معیارونو برابرې سولې غږ کوي، چې هغوی د نوموړي تر څرګندونو وړاندې دا ناستې او په ناستو کې د طالبانو په اړه څرګندونې اوفواهات وبلل.

طالبانو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د بهرنیانو په موجودیت کې د سولې هڅې غوولونکې لړۍ دي، چې دوی ورسره همغږي نه دي.

یاده دې وي ولسمشر پورته څرګندونې د ملي شورا په هغه ودانۍ کې وکړې چې دپخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې يې هند جوړولو ته ټټر وهلی و او اوس عملاً ګټې ته وسپارل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

مونږ مخکی فکر کولو د غنی د حماقت په اړه ( چه دوستم یی خپل معاون وټاکلو ) او یا ( ډبل عبدالله یی په کټ کی ځان سره شریک کړو ) به خلکو خبری کولو ، مونږ ویل چه خینی خبری به یی په اړه ناسمه وی ، مګر اوس معلومه شوه چه په غنی کی لا څه خبری نوری هم شته چه خلک یی په اړه ناخبره دی ، دا چه متفکر ورته ویل شوی متفکر د متفکر په نامه نه بلکه متفکر هغه بی لکۍ ته وایی چه د ځآن او د نورو له عزت او عفته… نور لوستل »

احمد

دا خر د رولا انډیوال خو هره ورځ داسی ویناوی کوی چی هغه خپل حیوانیت ورځ تر بلی روښانه کوی ۰چی ګویا هسی مامولی خر نه یم ښه زنګی خریم په خرو کی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x