افغانستان

ولسي جرګې د نوې کارې دورې په لومړۍ ورځ د هېواد اقتصاد فلج وګاڼه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): ولسي جرګې د خپلې نوې کارې دورې په لومړۍ ورځ د هېواد اقتصاد فلج وګاڼه او حکومت يې په دې برخه کې ملامت بللی دی.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي د ملي شورا د نوي کال د کارې دورې د پیل په مراسمو کې ګډ حکومت د خپلې توافقنامې له اړخه هم ناکام وباله او ويې ویل چې په توافقنامه لکه چې څنګه چې باید وای، نه ده علمې شوې.

نوموړي د هېواد امنیتي وضعیت د تېرو ټولو کلونو په پرتله خطرناک وګاڼه او ويې ويل چې ځوانان هم له بې کارۍ، لوږې او جګړې نه په تېښته دي، چې ښايي هېواد د بشري قوې له کمښت سره مخ کړي.

ابراهیمي د ولسوالیو د شوراګانو او پارلماني ټاکنو په اړه هم اندېښنه وښوده، د هغه په خبره دولت دا هرڅه د پردې شاته تېروي، خو ولس باید پرې خبر شي.

ياده دې وي د امريکا په سفارت کې د ولسمشر غني او اجراييه رییس عبدالله عبدالله تر منځ د شوي توافق وروستۍ موده د راتلونکي کال سنبله میاشت ده، خو لا هم د اساسي قانون د تعدیل لپاره لویه جرګه نه ده راغوښتل شوې، ځکه خو اجرايیه ریاست او په ټوله کې ګډ حکومت د اساسي قانون له مخې کوم مشروعيت نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

زه وایم ابراهیمی او د تش په نامه پالمان غړو ته به دا ډیره اسانه وی چه ویلی یی وی په دی ۱۴ کلو کی کوم ښه کارونه شوی ، دا چه یو کار هم ښه نشته نو د دوی وخت به نه وی ضایع شوی او هدف به افاده شوی وی . د هیواد اقتصاد ؟؟؟؟ د کوم هیواد اقتصاد ؟ دوی که دغه مظلوم اولس او خاوری ته هیواد وایی د هغوی سره خو دوی په جنګ دی اقتصاد څه چه وژنی یی ، د سپو سره یی جنګوی ، کورونه ورورانوی حتی په عزت او عفت یی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x