نړۍ

په صوماليه کې د امريکا يوه بې پيلوټه الوتکه راپريوتې

ددې خبرې پخلی هغه وخت يوه امريکايې چارواکي وکړ چې کله د حرکة الشباب الاسلامية مجاهدينو اعلان وکړ چې د راپريوتلې الوتکې ټوټې ددوی لاس ته ورغلي.

د امريکا د دفاع وزارت يوه چارواکي دنوم نه څرګندولو په شرط فرانس پريس وويل: زه ددې خبرې پخلی کوم چې زموږ يوه بې پيلوټه الوتکه دمقديشو په جنوب کې رالويدلې او پدې اړه څيړنې جريان لري، امريکايې چارواکو د الوتکې دنوعيت په اړه له څه ويلو څخه ډډه وکړه همدغه راز دهغې وسلې په اړه هم چپه خوله پاتې شول چې دې الوتکې ليږدول.

د حرکة الشباب مجاهدينو د سه شنبې په وروستيو کې اعلان کړی وو چې ديوې بې پيلوټه الوتکې ټوټې ددوی لاس ته ورغلي، هغوی په دې اړه دخپل ټويټر په پاڼه کې ويلي وو چې الوتکه بيخي له منځه تللې، او لدې سره يې د هغې سيمې عکسونه هم خپاره کړي چې ويل کيږي الوتکه پکې راپريوتې.

هغوی دغه راز ويلي (( دا الوتکه به لدې وروسته دمسلمانانو جاسوسي ونکړي، دا هغه ويناوې او ادعاوې هم ننګوي او تش والی يې ثابتوي چې پدې وروستيو وختونو کې ددې الوتکو په اړه مخې ته راغلي، ))

پدې سره هغوی د امريکا دولسمشر هغو وروستيو څرګندونو ته وه چې ددې ډول الوتکو دکارولو په رابطه يې کړې وې.

مجاهدينو ويلي: دا الوتکه په هغې سيمه کې راپريتې چې دوی پرې واکمن دي، چيرته چې څه وخت وړاندې فرانسوي کومانډويانو ديوه فرانسوي دخلاصون لپاره ناکام عمليات ترسره کړي وو.

د صومال په جنوب کې دبې پيلوټه الوتکو غږ اوس يو معتاد امر ګرځيدلی همدغه راز څو ځله بې پيلوټو الوتکو په نوموړې سيمه کې توغندييز بريدونه هم ترسره کړي.

کتونکي وايې چې د امريکايې او افريقايې اتحاد د ګډې همکاری له امله مجاهدينو له پلازمينې مقديشو څخه شاته تګ کړی، که نه دحسن شيخ محمود ګوډاګئ اداره ددې جوګه نده چې دحکومت چارې سمبالې کړي، ځکه اوسمهال هم د امريکا د بې پيلوټو او دافريقايې اتحاد د ۱۸۰۰۰ځوکونه په تکيه ولاړه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x