شعـــــرونه

غزل: غنم رنګ کوچی

غنم رنګ کوچی

ستا یارانې ته ائینه په جیب کښې نه ګرځوم
ډېره موده وشوه بټوه په جیب کښې نه ګرځوم

څوک چې مرګونه کوي دلته مرکزونه لري
عسکره څه ګورې وسله په جیب کښې نه ګرځوم

ساده سړی یمه په غرونو کښې لوی شوی یمه
د چا په شانتې زمانه په جیب کښې نه ګرځوم

په لویو لارو بې خطره سفرونه کووم
غله را نه څه واخلي پیسه په جیب کښې نه ګرځوم

یو څو کوچیانو د کوچي قام داسې نوم بدنام کړو
چې زه اوس خپله تذکره په جیب کښې نه ګرځوم

ــــــــــــــــ
غنم رنګ کوچی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x