
غزل: هدايت الرحمن غريبيار
هدايت الرحمن غريبيار
نومونه، که مخونه، که څيرې دي ځانله ځانله
په دې ښار کې د هر سړي کيسې دي ځانله ځانله
رحمانه! ستا د ذات امتحانونو نه لوګى شم
برسات دى، بارانونه دي او شپې دي ځانله ځانله
راځه کنه سړيه ! زه به ستا شم ته زما شه
قبرونه مو جلا دي دريڅې دي ځانله ځانله
زما د ژوند پنځم موسم وحشت نوميږي خلکو
فراق دى ، جدايي ده ، حادثې دي ځانله ځانله
هغه زما په زړه کې ده خو دومره فٙرق شته چې
کورونه مو جلا دي دروازې دي ځانله ځانله
هو ، ستا د الوهيت تابعداري زما په نفس ده
رحيمه! رحم وکړې عقيدې دي ځانله ځانله
هجوم پکي ورک شوى غريبياره خاموشي ده
زړونه پکي مات دي ښاريې دي ځانله ځانله
غريبيار