نظــر

دم په قدم فتحې دي ، دګران وطن دآزادۍ

taliban 400له کومې ورځې چې دخالدبن ولید په نامه داسلامي امارت لخوا سرتاسري جهادي عملیات اعلام شوي دي ، ورسره دفتحو ، لاسته راوړنو ، ددښمن دشکست او دسیمو دازادۍ  یو ناپایه بهیر هم پیل شوی دی .

ددې عملیاتو په برکت نه یوازې په ورځني شکل دښمن ته سخت تلفات اوښتي ، بلکې ډیرې زیاتې سیمې هم له دښمن څخه ازادې شوي دي ، او مهمه داچې ددشمن جګړه ایزه روحیه یې په صفر کې ضرب کړې ده ، په لاندې څو کرښو کې  دمشت نمونه خروار په  توګه دخالدبن ولید عملیاتوڅو نغدو او ورځنیو لاسته راوړنو ته اشاره کوو ، چې له همدې څخه  دافغانستان په ساره او اوږده کې ددې عملیاتو  مؤثریت  او بریالیتوب اټکلولای شئ .

  د سیمو ازادي

د خالدبن ولید عملیاتو له پیل سره په نااټکله توګه دمجاهدینو دنفوذ ساحه په  ټولو ولایاتو کې پراخه شوې ده ، داکثرو ولایاتو هغه اطرافي منطقې چې تر دې وړاندې ددشمن په لاس کې وې ، بیرته دمجاهدینو لاس ته ورغلي ، څو ورځې وړاندې  درژیم یوه لوړپوړي چارواکي اعتراف وکړ ، چې دافغانستان دختیځ په نورستان ، کونړ او ننګرهار کې  په اطرافي سیمو ددولت  واکمني به بشپړه توګه ختمه شوې او یوازې په ځینو مراکزو کې سمبولیک شتون لري .

ددې خبرې ښه مثال د ننګرهار دحصارک ولسوالي او شاوخوا سیمې دي ، دا ولسوالي چې پخوا یې مجاهدینو په دیرو سیموکنترول نه درلود اوس تقریبا په بشپړه توګه دمجاهدینو په ولکه کې ده ،ددې ولسوالۍ یوازې دولسوالۍ بازار ، بوستان خیل او شبک کلي ددښمن په لاس کې دي  چې ددې ساحه مجموعي طول او عرض تر یونیم کیلومتر نه  زیاتیږي ، نور دغه پراخه سیمه مکمله تصفیه شوې ده ، او مجاهدین په کې ازاد ګشت او ګذار لري اول همدې سیمې نورو ځایونو ته عملیات تنظیموي .

دا یوازې حصارک نه دی چې ددښمن له  وجود نه پاک شوی بلکې دهمدې ساحې سره نږدې  دکابل خاکجبار ، جګدلک  دلوګر ازره  او دوبندي ،  دننګرهار دشیرزادو ولسوالي او دلغمان دتورغر ساحې په شمول دغه سیمه ټوله  دمجاهدینو ترکنترول لاندې راغلې  ، چې دمساحت په لحاظ خورا پراخه سیمه ده .

دغه راز دهیواد په نورو سیمو کې هم ډيرې سیمې ددښمن له شتون نه ازادي دي ،  دپکتیا ، پکتیکا ، زابل ،  کندهار ، هلمند ، فراه ، غور ، بدخشان ، بادغیس او نورو ولایاتو هغه ټولې سیمې چې خارجي قواوې ترې وتلي دي ، دمجاهدینو لاس ته لویدلي دي ، چې په دې ډول دمجاهدینو دواک او نفوذ ساحه دپخوا هرکله په نسبت زیاته شوې ده .

دکندهار دپنجوایي ولسوالي چې مهم ستراتیژیک اهمیت لري ، کناډایي او امریکایي پوځیانو یې په تیرو څلورو کلونو کې  داشغال لپاره  خورا ډیر کوښښونه وکړل ، او سلګونو پوځیان یې په همدې هڅو کې له منځه لاړل ، تردې چې دکلي په کلي قرارګاه جوړولو  له لارې یې تریوه حده په دې ولسوالۍ ولکه ټینګه کړه ، خو تیر ژمی کله چې له دې ولسوالۍ څخه دخارجیانو قرارګاوو په وتلو پیل کړی ، داسیمه یوځل بیا دمجاهدین په مهم مرکز اوښتې ، دپنجوایي یو مسؤل مجاهد وایي دتیرو څلورو کلونو په پرتله اوس ددې ولایت جهادي وضعیت دهر وخت په نسبت ښه دی ، په ګڼ شمیر کې مجاهدین په دې ولسوالۍ کې شتون لري او ډيرې سیمې دمجاهدینو ترولکه لاندې دي ، دښمن هڅه کوي ، دتبلیغاتو له لارې ددې ولسوالۍ وضعیت ناسم وښيي ، خو حقیقت دادی چې دلته ددښمن ټولې دسیسې شنډې شوې او حالاتو دمجاهدینو په ګټه تغیر کړی .

اغیزمن او هدفمند بریدونه

دخالد بن ولید عملیاتو له پیل راهیسې په دښمن دمجاهدینوهدفمندو بریدونو هم خورا زور اخیستی ،  په تیرو څو ورځو کې په دښمن خورا ستر او اغیزناک بریدونه ترسره شوي دي ، په کابل کې د سي آی اې په دفتر استشهادي عملیات ، په فراه کې په ايټالوي عسکرو  هدفمند استشهادي برید ، په فراه او غزني کې داربکیانو ددوو مضرو مشرانو له منځه تلل ، د درزاب په ولسوال برید ،  دبدخشان دوردوج فتوحات ، دبغلان دولایتي شورا درئیس  چې تر والي او امنیه قومندان دډیر نفوذ خاوند وو له منځه تلل ، او بالاخره دپنجشیر دولایت په مقام  بریالي استشهادي عملیات هغه  ستر او مهم عملیات دي چې په تیرو څو ورځو کې ترسره شوي دي .

د پنجشیر دعملیاتو په اړه وروستي جزئیات  وایي چې دښمن ته یې خورا دروند دسر زیان اړولی ، دولایت مقام په بشپړ ډول سوزیدلی او له منځه تللی ، لسګونه  عسکر او چارواکي وژل شوي او څو رینجر موټر هم له منځه تللي .
تردې پخوا دهلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې دمجاهدینو څلور ورځني عملیات چې داربکیانو ګڼې پوستې  او افراد په کې له منځه لاړل دخالدبن ولید عملیاتو  دمؤثریت او بریا نغد شواهد بلل کیدای شي ، دا ډول عملیات یوه په بل پسې ترسره کیږي ، چې دښمن یې له سختې وارخطايي سره مخ کړی دی ، دمجاهدینو ددې بریالیو عملیاتو په وړاندې ددښمن یوازینی ځواب دادی ، چې په مطبوعاتو کې  ورپیښه رسوایي کنترول کړي ، له همدې امله خو دزیاتره پیښو له وقوع څخه انکار کوي او  یا هم ورپيښ تلفات کم ښیي ، او بله داچې دپخوا غوندې خبریالانو ته اجازه نه ورکوي چې دپيښې له ځای څخه لیدنه وکړي  .

سږ کال دمجاهدینو تلفات نشت حساب دي

دسږنیو خالدبن ولید عملیاتو یوه بله ځانګړنه داده ، چې په دې سربیره چې دمجاهدینو تحرکات ، بریدونه او  تعرضونه زیات شوي دي ، خو بیا هم دمجاهدینو تلفات دپخوا په پرتله به نشت حساب دي او به مراتبو کم شودل کیږي .

پخوا دمجاهدینو زیاتره تلفات ددښمن دبمبار ، ناڅاپي چاپو او ډرون بریدونو له امله وو ، مګر سږ  کال داسې ښکاري چې ددښمن جګړه ایزه او تهاجمي  روحیه یو مخ ځپل شوې ده ، ځکه نه یې دپخوا غوندې چاپې ، هوایي بریدونه  او حملې شته او نه یې هم  د طیارو او څرخکو  هغه شراو شور شته ، دښمن په بشپړه توګه  له جګړه ایز اقدام څخه بې سیکه ښکاري او یوازې هغه وخت دځان ساتنې په  موخه جګړه کوي کله چې مجاهدین ورباندې برید وکړي .

له همدې امله خو سږ کال دمجاهدینو تلفات بیخي کم دي ، دپکتیا ولایت دزرمت ولسوالۍ مجاهدین وایي ، تېر کال یې  د پسرلي له پیله تردې مهاله  ترڅلویښتو زیات مجاهدین په شهادت رسیدلي وو ، مګر سږ کال تراوسه یوازې یو  طالب شهید شوی دی .
دغه راز دزابل ولایت لپاره داسلامي امارت مسؤل ملا شرف الدین تقي  وایي چې په زابل ولایت کې سږکال وضعه دپخوا په نسبت بیخي بدله ده ، زابل له مراکزو پرته ټول ازاد دی ، مجاهدینو ازاد  تګ راتګ لري ، د یرغلګرو  ، څرخکې او نورې  الوتکې  نشته ، اونه هم دپخوا غوندې دښمن  په قوت کې دی ، له همدې امله  دمجاهدینو تلفات ډیر کم شوي دي ، او دولایت مراکز تقریبا دمحاصرې په حالت کي دي .

له دې ټول وضعیت څخه ښکاري  چې دالله تعالی په مرسته او مدد دخالد بن ولید عملیات تر هغه په ښه ډول په مخ روان دي چې تمه یې کیدله ، او کتونکو له نظره له هره اړخه بریالي بلل کیږي .

حبیب مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x