د نن سرلیکنه

د طالبانو له اعلامیې وروسته د څلور اړخیزو غونډو اهمیت

بالاخره طالبانو د امریکا، چین ، پاکستان او کابل د څلور اړخیزو غونډه په اړه خپل موقف اعلان کړ.

هغوی په څرګنده توګه د سولې په نوم یادې غونډې بي اهمیته بللې او په هغوی کې له خپل ګډون څخه انکار کړی دی.

د امریکایانو په مشرۍ د څلور اړخیزو غونډوغیر مؤثر جریان له پیله د سولې د تأمین په غرض نه ؛ بلکې په طالبانو باندې د فشار راوستلو، نورو لوریو ته د امتیاز وربښلو او په افغاني قضیه کې د غیر ذیدخله لورو داخلولو په غرض پیل شوی و.

طالبان له ابتداء څخه د یاد جریان په غیر مؤثریت پوه ول ځکه یې د هغه په اړه غبرګون ښودل هم بي ځایه بلل ، خو په وروستیو کې چې رسنیو په څلور اړخیزو غونډو کې د طالبانو د مشر د مسؤل استازي د ګډون خبرونه ورکړل طالبان مجبور شول چې د یادو افوهاتو د رد او په دې اړه د خپل موقف په اړه صراحت و کړي.

د افغانستان وروستیو تحولاتو ته په کتو سره سړی پوهیږي چې د لته امنیتي وضعیت دومره خراب شوی چې د امریکایانو د شتون په صورت کې یې سموالی بلکل ناشونی دی .

امریکایان چې خپله اوس د افغانستان په منجلاب کې په پوځي او سیاسي لحاظ سخت کیوتي دي غواړي نور هم له ځانه سره کیباسي .

هغوی د افغاني لانجې د اوږدولو په غرض یو بي کفایته ، په فساد ککړ او بیواکه حکومت پرافغانانو تحمیل کړی، دغه حکومت ته يي د ملي یووالی حکومت نوم ورکړی، خو په حقیقت کې د هغه ټول ارکان د افغان ولس د ملي یوالي په تخریبولو او له منځه وړلو لګیا دی.

که څه هم چې د یاد حکومت مشري ظاهرا د ښاغلي اشرف غني او عبدالله عبدالله لخوا کیږي ، خو له مریکایانو او بهرنیو لوریو سره ټول استراتیژیک معاملات یې د ښاغلي اتمر لخوا پر مخ وړل کیږي.

همدا ښاغلی دی چې په افغانستان کې د جګړې د تشدید لپاره له روسیې څخه پوځي مرستې او په لسګونو زره کلاشنکوفونه تسلیموي، له هند څخه جنګي الوتکې تر لاسه کوي او له چین څخه د پوځي مرستو تر لاسه کولو رسمي وړاندیزونه لاسلیکوي.

له شکه پرته د داسې یوه حکومت له لوري چې تمویلوونکی جهت یې تر سولې جګړې ته ترجیح ورکوي ، او مسلطې مُهرې یې د جګړې لپاره عملې هڅې کوي د سولې په نوم هرډول ناستې او غونډې د وخت له ضیاع پرته هیڅ نتیجه نه لري.

ځکه دا حکومت نه خپله په یادو غونډو کې د شویو پریکړو د عملي کولو صلاحیت لري او نه له ځانه سره د بل کوم معتمد سوله ییز جهت د تضمین سند.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x