نظــر

اشرف غني تاته وايو !

امين وردګ

14 کاله پر مظلومو افغانانو (خوصاً په پښتنو تورسرو او ماشومانو) باندې (د حامد کرزي په اجازه) غربي ښکيلاک خپل وحشتونه و آزمويل ؛ خو بيا هم افغانان يوه مثبت بدلون ته په تمه وو !

ستا له شعارونو څخه مظلوم ولس داسې انګيرله : چې د پاخه عمر څښتن راځي ، پښتون بيا ((احمدزى)) دى ، ممکن د کرزي په پرتله غيرتي ، د وجدان خاوند او زړه سواندى وي !

هغه مظلومې کونډې (ستا له راتګ سره) بيا تر هرچا ډېرې د ښه راتلونکي په تمه وې : چې خاوندان او معصوم ماشومان بچي يې (بيا هم د کرزي په کرغېړن دور کې) غربي وحشيانو په شهادت رسولي وو !

د شهداوو کورنۍ په دې تمه هم وې : چې ته به يې ارومرو کسات له قاتلانو ورته اخلې ؛ خو نه ، دا هر څه يو خوب خيال ٶ ! .

تا داسې کارونه تر سره کړل : چې ځينو افغانانو د کرزي آرمان وکړ !

کرزي د پښتنو ستر قاتل دستم تبعيد کړى ٶ ، خو تا يې په غاړه کې د سرو ځنځير ور واچولو (المار قيصار) د ورباندې لوټمار او ړنګ بنګ کړل !

کرزي له خپلو رقيبانو سره قدرت نه وېشلو ، خو تا (صرف د دې په خاطر) چې نوم د د رئيس جمهور شي هرې سرټيټۍ ته غاړه کېښوده !

کرزي له غرب سره شرميدونکې معاهده (علناً او رسماً) امضاء نکړه ، خو ستا (د ارګ په رسمي دفتر کې) اولنى کار همدا ٶ !

هغه (کرزي) به د ناټو په ځينو بمباريو باندې د دروغو (اوښکې) تويولې ؛ خو ته دومره هم نه کوې !

کومې بې عزتۍ چې ستا له کهول (پښتنو) سره (ستا د واک پر مهال) کيږي : نه د شاه شجاع په وخت کې شوې وې ، نه د دوست محمد خان ، نه د يعقوب خان او نه هم د شوروي اجريرانو (ترکى ، امين ، کارمل او نجيب) په دور کې !

ښه پوه يې : چې جګړه د پښتون قام د بربادولو په موخه وړاندې ځي او ته د اقتدار په چوکۍ لا ناست يې ، شرم دى ، دنيا ته د پښتانه وشرمول !

پوهېږې چې ولې (ستا په موجوديت کې) د پښتنو کورونه ورانيږي ؟

ولې ستا په لاس د پښتنو عزت ، وقار او عصمت له منځه وړي ؟

نه نه …! اصلاً نه پوهيږې ! قسم په الله چې پوه شې : هم به د اسلام تاريخ ژوندى کړې هم د پښتون ! خو نه ، هېڅکله هم نه ځکه چې ته د داسې افتخار د پاره نه يې پيدا شوى !

موږ پوه يو چې ته واک نه لرې !

پوه يو چې د مستعار نوم (دويم مفکر) څخه د استفاده کيږي ، اما ته لا نه پوهېږې ! که پوه شې چې دا نوم يې هسې درباندې ايښى ؛ نو خامخا به خپل وجدان ښکاره کړې ؛ خو نه دا هم نشې کولاى : ځکه چې ستا د وجداني ((کټ)) مزي نور په شلېدو دي !

ته د ((بغلان د ډنډ غوري)) تر مظلومانو څو چنده مظلوم يې ، تفاوت صرف پدې کې دى : چې هغوى (تاريخ او ايمان) ګټي او ته به دا دواړه هم له لاسه ورکړې !

دومره درته وايم چې : راتلونکي نسلونه به ستا له نوم سره خامخا د ((لعنت)) کلمه وايي .
داسې وکړه : چې د ميرويس نيکه په پله قدم واخله يا الله ، بسم الله وکړه ، تاريخ خپل کړه او پښتنې تور سرې د لمبو له ((ډنډ)) نه وباسه ، ځان د نيکانو د سر تاج کړه : چې راتلونکي نسلونه دې له نوم سره (رحمه الله) وليکي 

ستا موقف ته خلک آسانه نشي رسېدلاى (ته هم ډېر پکې ستړى شوې) خو تاته نن دا دى الله قدرت سپارلى ، والله چې د هر فرد پوښتنه به درنه کوي ! ((پدې عقيده ولره))

الله ته مخ کړه ، امر وکړه چې يا ((ډنډ غوري)) وژغورل شي ، يا ته هم ډنډ ته ولوېږې او شهيد شې ؛ خلک به سبا درته شهيد پاچا وايي ، نوره دې خوښه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خادم جانان

تازه خبر

دپولې څرخې له زندان له ۲ بلاک څخه دادوه شپې کیږې چی د زندان مسولین په مجاهدینو دشپې چاپه وهې او باسي او درک یی بیا نکیژی

اړوند مجاهدین پری خبر کړی بندیان سخت پریشانه دې

مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x