ورزش

هند د اسیا جام اتل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب۱۶مه ۱۳۹۴ل): د اسیا جام په پایلوبه کې هند کرکيټ لوبډلې بنګلادیش ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه او د اسیا جام اتل شو.

د پایلوبې پچه هند وګټله او د لومړي توپ اچونې پریکړه یې وکړه.

د باران له کبله ۱۵ اورونو پورې محدوده شوې پایلوبه کې بنګلادیش د هند کرکټ لوبډلې ته ۱۲۱ منډې هدف ورکړ. د بنګلادیش له لوري محمدالله تر ټولو ښه وځلېد، هغه ۳۳ تېزې منډې وکړې. ورسره شبیرالرحمن ۳۲ منډې جوړې کړې.

هندي توپ اچوونکو کې ایشون، اشیش نهرا، بهمرا او جدیجا یوه یوه ویکټ واخېستله.

هند د ۱۲۱ منډو پوره کولو په تعقیب کې لومړۍ ویکټ په ۵ منډو له لاسه ورکړه خو وروسته شکردوان او ویرات کولي ۹۴ ګډې منډې جوړې کړې او هند یې بریا ته ورنېږدې کړ.

شکردوان ۹ څلوریزو او یوې شپږیزې پر مټ ۶۰ منډې جوړې کړې او د تسکین احمد په بال وسوځېد.

تر شکردوان وروسته کپتان مهندرا سنګ ډوني لوبې ته راغی. هغه په الامین حسین باندې ۲ شپږیزې او یوه څلوریزه ووهله او د ۲۰اوریز اسیا جام لومړنی اتل ویاړ يې هند ته ورپه برخه کړ.

ویرات کولي ۴۱ منډې او هند په ۶ بالونو ۲۰ منډې جوړې کړې.

هند د اسیا جام په یوه ورځينیو لوبو کې ۶ ځل اتل شوی او د اسیا لومړنی شل اوریز جام کې یې د لومړني اتل ویاړ هم ورپه برخه شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x