افغانستان

دکابل ادارې یو شمیر مامورین دمیاشتې 50 زره ډالره تنخوا اخلي

n00024448-bدکابل ادارې یو شمیر لوړ پوړي دولتي مامورین د دولت له بودیجې  نه ډیر لوړ معاشونه ترلاسه کوي ،دترلاسه شویو معلوماتو لمخې  ځیني کارکوونکي له کورنیو او نورو مختلفو جهتونو له ۳۰ زره  نه تر۵۰ زره پوري میاشتني معاشات اخلي . دامعاشات له هغو پیسو نه علاوه دي چې دامریکا دسې ای اې او نورو استخباراتي کړیو لخوا د کرزي دفتر ته ورکول کیږي او له هغه ځايه په یادو کسانو او ورته نورو اشخاصو باندي توزیع کیږي

ددې معلوماتو کره توب وروسته له هغه لا یقیني شوو چې تیره ورځ (دمئ ۲۹) دعدلیې وزیر حبیب الله غالب داولسي جرګې په عمومي غونډه کې داولسمشر او نورو جګپوړو چارواکو دلګښتونو او فوق العاده امتیازاتو دقانون په اړه دمعلوماتو دوړاندې کولو پرمهال  په خپلو څرګندونو کې وویل:  اوس مهال یو شمیر دولتي کارکوونکي له کورنیو او هم بهرنیو منابعو نه له ۳۰    تر ۵۰ زره  ډالرو پوري تنخوا اخلي.

نوموړي وویل دا په داسي حال کې ده چې یو ټیټ پوړي مامور میاشتنی معاش درې زره افغانۍ چې معادل یې ۶۰ ډالره کیږي اخلي.

حبیب الله غالب په خپلو څرګندونو کې انديښنه وښوده، کوم مامورین چې له مختلفو سرچینو نه لوړ معاشات ترلاسه کوي حتما دهغوئ تراغیز لاندي راځي .

ډیری شنوونکي په دې نظر دي چې دکرزي په اداره کې ادارې فساد اوج ته رسیدلی  ،دهیواد دبیا رغاونې او دخلګو دشخصي ژوند دسطحې لوړولو لپاره چې کومې مرستې او پیسې راځي ټولې یې په یو او بل نامه شخصي جیبونو ته ځي.

دغریبو او نادارو افغانانو یو درد هم نه دی پرې دوا شوی. دهیواد دنورو برخو په شمول دکابل ښار غربت او بې روزګارانو په سر اخیستی. دپلنډو پلنډو ډالرو له  را اوریدو سره سره نه د بیارغاونې څرګ ولګید،نه دیوې تولیدي فابریکې ایجاد نه دیوې عام المنفعه پروژې پلي کیدل. هرڅه دمحددو کساو لخوا په شخصي بودیجو کې مدغم کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x