baheer ustad

دتاند استخباراتي پروژې استاد پسرلی سپک کړ

استاد پسرلي  د پېښور سختي ګرمې او تودې شپي او ورځي تيري کړي، هغه د پېښور له مشکلاتو او کړاوه ډک ژوند هر وخت کړاوو.

هلته يې هميش د افغانيت، پوهي، علميت او ازادۍ خبرې کولې،دهجرت او جهاد له مزاياوو يې خوند اخيست.

شاعرانه او نرم مزاج يې ډير افغان کډوال متأثره کړي وو، د يوه دروند استاد او جهادي شخصيت حيثيت يې لاره.

استاد به هر مهال ددې په لټه کې وو چي په کوم ډول د خپلو کډوالو او افغانانو د ښه ژوند له پاره کار وکړي.

استاد خپلو زامنو ته د ښه  تعليم او پوهې زمينه برابره کړه، په پېښور کې يې تعليم پري وکی، ځوانان شول، په ښه او بد پوه شول، د بي بي سې او تهران راډيوګانو ته يې لاره پيداکړه، د لنډو کيسو او داستانو سرلارې شول.

د نبوغ ، ازادي، خپلواکې او افغانيت د لوړو پولو دعوه کوونکي او مدعيان شول.

پخوانيو سپين ژيرو به چي دعا کوله نو ويل به يې چي: خدای ج دي نيک صالح اولاد درکړي، او که به يې ښيرا کوله ويل به يې چي خدای ج دي ناصالح اولاد درکړي

پسرلي صاحب ته نه پوهيږم د کوم مظلوم او سپين ژری دعا قبوله شوی چی صالح اولاد يې ناصالح شو.

سپين ژيرو به داويل چي له مرګ وروسته صالح اولاد صدقه جاريه ده، خو ناصالح اولاد غم او خفګان د مړی د پاتي کورنۍ له پاره ده.

استاد ته هرچا د ښه اراديت او افغانيت عقيده لرله، د امريکا يانو او لويځ متجاوزو قوواوو په راتګ د استاد  ټول ژوند، کورنۍ او د پېښور د مهال دعوه او د خپلواکۍ اواز تغير وکوو.

استاد د افغانستان د اشغال څخه مخکې په يوه وړوکي کور کې اوسيدی، عادی د يو افغان سپين ژيري، ليکوال، شاعر او پوه ژوند يې لاره، د اشغال وروسته يې په ټول ژوند کې بدلون راغی.

د تاند پروژه د استاد په مخ هغه څپيړه وه چي نه به يې په ژوند کې او نه هم له مرګه وروسته جبيره کړي، دروند استاد يې د خلکو په نظر کې سپک کړ.

دتاند پروژه چي د امريکا د سي آی اې او د کابل حکومت د ملي امنيت د رئيس اسدالله خالد له خوا پلان شوی وه او په چلوونکو يې پوره غور او فکر شوی وو، ددغي منحوسي او بدنامي پروژي له پاره سي آی اې او ملي امنيت تر ټولو ښه چلوونکې او مننونکې د استاد پسرلي زامن (ايمل پسرلی، څاروان،غضنفر) انتخاب  کړل.

دغو ژبورو او چالاکو د پسرلي بې لمازانو ډير ژر د منحرف شوو ځوانانو او زړو داسي يوه ډله برابره کړه، چي د سي آی اې د ډالرو په مټ يې د هغوی هغه لږ افغانيت او خپلواکې هم ورڅخه واخيستله، په پوره بې شرمي او مکاري سره يې د هيواد خپلواکې او  ګټو ته په لوی لاس د پرديو په اشاره خطرناکي لوبي پېل کړي.

دتاند ډيره سلنه ليکنې او خبرونه د امريکا د خوښي سره سم چمتو او په ليکه کيږي، ددغې پاڼي محتويات د هيواد د خپلواکې سره متناقض دی، او کوشش کوی چي زموږ ځوانانو ته ذهنيت ورکړي چې د امريکا او لويديځ غلامي ته يې وهڅوي.

دتاند د ډلي د ځوانانو په سر کې يو مجيد قرار راځي، الله ج دی دغه منحرف او …. ځوان ته هدايت وکړي، ما اوريدلي چي د ملايانو د کورنۍ دی، ښه مسلمان ځوان وو، په مدرسه او اسلامې پوهنتون کې يې درس ويلي دی.

مجيد قرار په صراحت سره په فيسبوک او تاند کې د علماوو سپکاوی کوي، د افغانانو او پښتنو سپکاوی کوي، د خپل کلتور او هيواد سپکاوی کوي.

ددغه منحرف مجيد قرار په اړه سړی دی فيصلي  ته رسيږي چې د تاند او اسدالله خالد د پروژی د عملي کولو او اربکيزم د ملاتړ  له امله دومره افراط کوي چي په عيسويت به يې هم څوک ونه مني

د تاند بل تکړه ليکوال عصمت قانع دی، هغه څوک چي نه اسلام، نه هيواد او نه مليت ورته ارزښت لري، يواځي خړو مړه کړه خړو ويده کړه د خپلي ګيډي ډکول اهميت ورته لري، د طالبانو په وخت کې به د ولايتونو د اطلاعاتو کلتور رياستونو کې پروت وو او د نس ډکولو له پاره به يې د يوه نس له پاره په ورځ کې په سلهاوو ټوکي ټکالي (د ادب په چوکاټ کې) ځوانو طالبانو ته کولي.

د کرزي د حکومت په وخت کې د هر وزير،والي، وکيل او سناتور دروازه دغه نا متاعهد او بې بندو باره ليکوال ټکولي ده، ترڅو د بې باکه او بې ادبه مسخرو او ټوکو په کولو سره څو ډالر ورڅخه ترلاسه کړي.

 دتاندامريکايې پروژه د عصمت قانع له پاره ښه چانس وو، د پسرلي د زامنو په وساطت د اسدالله خالد د ترحم  وړ وګرځيد او د نورو چارواکو د دروازو ټکولو څخه خلاص شو.

دتاند بل ليکوال حليم  فدايې دی، چي نه يې مخ معلوم دی نه څټ، په ژوند کې خپل پلار رازمحمد فدايې ددغو بې باکيو او وطن پلورلو له امله عاق کړی دی.

د شپون صاحب په اړه څه ووايم کاشکي له تاند سره نه وای، نو پخوانی سابقه به يې له خلکو پټه وای، په شين ټاغي کتاب کې دهغه کمونسټ پلوه نظر ښه جوت دی، او کمونسټانو ته مهم ماديات دی، دا که د امريکا دلاري وي، که دتاند د لاري وي او که د ملي امنيت د لاری.

بيرته اصل خبرې ته راځم، استاد صديق پسرلي زما دوست او ملګري وو، هر وخت به مې ځان ملامتاوو چي ولي يې پوښتنه ونه کم. د تاند پروژې له شروع لږ وروسته چي کله پوه شوم چي دغه کورنۍ د غلامي ځنځير په غاړه کې اچولي بيا مې په ژوند د مړه شوي استاد پوښتنه ونه کړه.

که زموږ کوم د جهاد، هجرت او پېښور ملګري دغه ليکنه ولولي اميد او تمه لرم چې استاد ته به يې وړاندي کړی، چي که ممکن وي د ناصالحو زامنو د اعمالو قربانی نه شي او خپل دروند نوم او شخصيت په يو ډول بيرته اعاده کړي.

ليکوال: رمضان بلخي

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

وروره چې هر څوک یې په قلم د برکت شه ! دهرې غیر اسلامی ، ملي ، دودي او دروغجنې لیکنی چې په تاند کې خپره شوې او خپریږي ځواب مې ورکړی خو يوه یې هم نده خپره کړې او بیا مې په نورو نومونو تبصرې ور ولیږلې بیا یې هم ندي خپرې کړې ! تاند یوه ډیره فاسده پاڼه ده چې د سي ای اې هدفونه مخته وړي او هغه د ډیرو بیغیرتو ، ابورتونستو او اسلام خلافو وګړو لکه مجید قرار ، …. او ډیرو نورو د بنډار ځای دی . هغه تاند لمړی له پراګه چکوسلواکیا او… نور لوستل »

سترګور
میلمه
سترګور

محترم ورور بلخي صاحب ! تاسي د صديق پسرلي د خولې په خبرو باوري سوي واست، که نه دی او ده غوندي ډېر کسان پخوا هم د سي آی اې جاسوسان وه او اوس هم دوی او د دوی اولادونه او په دوی پوري تړلي کسان د سي آی اې جواسيس او چوپړيان دي. څه چي دوی کول او اوس يې کوي هغه د دوی اولادونه هم کوي. (اثر الآباء يظهر في الابناء). دا زموږ ګران او خوږ هيواد خو همدغو بې خاصيتو او خېټه پالو نيمچه پوهانو او اديبانو خراب کړ. په دوی کي ډېری يې په واقعي معنا… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

تاندوال بدترين خلك دي

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

الله ج فرمایی چه مونږ انسانان د خلافت د وړتیا او پیاوړتیا تر لاسه کولو د پاره احسن تقویم ( متفکر مغزونه ، له مینی او ایمان ډک زړونه، متحرک او متغییر اندامونه او په الهی ارواح ژوندی شوو ) سره خلق کړی یعنی تر ټولو نورو حیواناتو بی ساری ځانګړیتیا،وړتیا او پیاوړتیا لری که غواړی چه په الهی لارښودنو د خلافت وړتیا تر لاسه کړی تر لاسه کولای شی که یی تر لاسه کړی تر ملایکو به هم پورته ( اشرف المخلوقات ) وی. ورپسی بل ایت کی فرمایی چه دا خپله حریص او بدمرغه انسانان دی چه د… نور لوستل »